06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مبارکۍ پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د سلواغې۳۰ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس په توګه د محمد اشرف غني پر ټاکنې د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو د ملي اتحاديې د مبارکۍ پيغام
د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ملي اتحاديه د هېواد د کارګرانو د حقوقو د مدافع او ستر ټولنيز بنسټ په توګه، د هېواد د کارګرانو په استازيتوب د خپلو ښو مبارکيو مراتب د جمهوري رياست انتخاباتو د پايلو د اعلام او د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس په توګه د محمد اشرف غني د بيا انتخاب په مناسبت څرګندوي. دغه اتحاديه باور لري چې د انتخاباتو د پايلو اعلامول په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسېدو او د سولې د ټينګښت سبب شي.
په پاى کې يو ځل بيا د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو ملي اتحاديه، د هېواد زيانمنوونکي قشر (کارګران) او ځورېدلي ملت ته د خدمت په لاره کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د منتخب جمهوررييس محمد اشرف غني د لا زياتو برياليتوبونو هېله کوي.
پاى \ج \ ذ

Last modified on Wednesday, 19 February 2020 12:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.