06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررييس: د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې لپاره نیت او بشپړه اراده لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٢مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني د سولې په اړه د مشورتي غونډو په لړ کې پرون مازیګر له دیني عالمانو سره مشورتي غونډه ترسره کړه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ لومړی د ارشاد، حج او اوقافو وزارت معین محمد امین مظفري د عالمانو غونډې په اړه چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت په نوښت جوړه شوې وه، خپل راپور وړاندې کړ.
هغه شورا د اسلام مبارک دین یو اساس، د خدای (ج) امر، د رسول الله (ص) سنت او د خلکو حق او د هېواد د زعیم مسوولیت وبلله.
مظفري وویل: د هېواد له هرې څنډې عالمان راټول شوي وو او د پایداره او باعزته سولې د رامنځته کېدو د څرنګوالي، په سوله کې د عالمانو رول او په سوله کې د ښځو د غوښتنو په اړه یې خپل نظریات او وړاندیزونه مطرح کړل.
وروسته عتیق الله منصور، زرڅانګې ساپۍ، محمد اصغر نوراني او رحمت الله واحدیار د عالمانو د څلورګونو کمېټو په استازیتوب خبرې وکړې ويې ویل: علمانو د پایداره او باعزته سولې، د سولې مذاکراتو کې عالمانو ته د کلیدي رول ورکولو، د ملت ترمنځ د اتفاق او همغږۍ، د سولې په چارو کې د عدالت رعایتولو، د سولې بهیر کې ښځو ته د لا زیات رول ورکولو او د مذاکره کوونکي ټیم ټاکلو په اړه چې په ترکیب کې یې مجرب، هېوادپال، عادل او وړ عالمان شامل وي، خپل نظریات بیان کړل.
همداراز هغوی څرګنده کړه چې د جګړې پایته رسول د ټول ملت غوښتنه ده او په سوله کې باید اسلامي او ملي ګټې په پام کې ونیول شي او د اسلامي ارشاداتو او زموږ د عنعنوي لارښوونو پر اساس اوربند یوه اړتیا ده.
ورپسې جمهورريیس غني خبرې وکړې او د عالمانو له همېشنیو او په ځانګړي ډول د سولې په اړه د نظریاتو او وړاندیزونو د مننې ترڅنګ یې وویل: کله چې سولې ته ځو، باید تواضع ولرو، ځکه له تواضع پرته موخې ته نه رسېږو.
جمهورريیس وویل: په تېرو پنځو کلونوکې خدای (ج) توفیق راکړ چې زیات جوماتونه جوړ کړو او په هره ولسوالۍ کې به یو جامع جومات جوړو.
جمهورريیس غني وویل: غواړم ارشاد، حج او اوقاف وزارت په یوه کلیدي وزارت بدل شي او یوازینی وزارت چې تشکیل یې زیات شوی، همدغه وزارت دی.
هغه زیاته کړه: اسلامي تعلیماتو ته به لا زیاته پاملرنه کېږي.
جمهوررييس ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې نیت او بشپړه اراده لري او طالبانو ته ستاسو پیغام باید دا وي چې د افغانستان دولت د سولې په اړه خپله شرعي او اصولي دنده ترسره کړې ده.
هغه وویل: لومړی د افغانستان د دولت او خلکو غوښتنه اوربند و، خو د تاوتریخوالي پام وړ کموالی به چې موږ ورسره هوکړه کړې، د اوربند لامل شي او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې په پروسه او مذاکراتوکې د هغې د بریالي کېدو او ملاتړ لپاره له خپل ټول توان څخه استفاده وکړي. 
جمهورريیس د عالمانو د رول او مذاکره کوونکي پلاوي په اړه وویل: د اسلام مقدس دین د روایت په برخه کې، اساسي مسوولیت ستاسې علمای کرامو پر اوږو دی.
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل: ستاسو علمای کرامو له برکته افغانستان د همغږۍ او د مذهبونو په ځانګړي ډول حنفي او جعفري د همغږۍ بېلګه دی.#
پاى / ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.