07 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

په کندزکې د مهماتو یوه زېرمه ضبط شوه

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د کندز...

 په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په سمنګانو کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر د سمنګانو...

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

په نورستان کې د طالبانو بريد په شا وتمبول شو

کابل / د وري ۱۹ مه / باختر په نورستان کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مطبوعاتي اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
د سولې په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي اعلاميه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې په لار کې له موجودو ټولو فرصتونو استفاده کوي چې ولس او هېواد د جګړې له دې اوږدې غمیزې وژغوري. له همدې امله دولت د هېواد د ملي ګټو په چوکاټ کې د امریکا د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له ‌پروسې سره همکاري کړې او په منظمه توګه یې د دې لړۍ د ټولو اجراآتو او انکشافاتو پر وخت معلومات اخیستي.
اوسمهال چې تر بل هر وخت د تاوتریخوالي د کمېدو، د جنګ د درېدو او سولې خوا ته د عملي ګامونو د اوچتېدو هیله پیاوړې شوې؛ موږ په پروسه کې فعال حضور او له خپلې خوا د هر لازم اقدام پوره چمتووالی لرو او هیله لرو چې مقابل لوری هم د خپلو تعهداتو د پوره کولو پوره اراده او توان وښیي.
د ټول ولس دا دعا ده چې لوی خدای (ج) دې د سولې سپېڅلې موخې ته د رسېدو توفیق را په برخه کړي.
پاى / وهاج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.