06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت شورا دفتر اعلامیه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٣مه/ باختر
په ملکي تلفاتو اړوند د یوناما د کلني راپور په اړه د ملي امنیت شورا دفتر اعلامیه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ۲۰۱۹ میلادي کال په جریان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه په کابل کي د ملګرو ملتو د مرستندوی نمایندګۍ (یوناما) کلنی راپور تر لاسه کړی دی. په مجموع کې د یوناما راپور د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله په ملکي تلفاتو کې کمښت ښيي او وسله والې ډلې بیا هم د ملکي مرګ ژوبلې اساسي مسوولین بولي. موږ د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاینه کوو چې د تېر میلادي کال په اوږدوکې یې د ملکیانو د ژوند ساتنې لپاره قربانۍ ورکړې دي.
افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ۲۰۱۹ کال کې ۲۹۰۶ کړۍ ماینونه، ۵۵۰۱ کیلوچاودېدونکي توکي، ۵ موټربمونه، ۳ موټر سایکل بمونه، ۵۷ ځانمرګي واسکټونه، ۲۷۸ ریموټ کنټرولونه او ۶۷۸ لاسي بمونه کشف او له منځه یوړل او همداراز یې د مخالفینو پر زندانونو خاص عملیات وکړل چې په پايله کي یې ۲۶۰ تنه د طالبانو له خشونت او زندان څخه خلاص شول. افغان ځواکونو همداراز د کاونټرپارټ موسسې او د مخابراتو وزارت پر ودانیو د دښمن د بریدونو په وخت کې د ۳۵۲ ملکي خلکو ژوند وژغوره.
طالبانو تازه د خشونت د کمښت لپاره توافق کړی، خو افغان ځواکونو  پخوا لا د ملکي خلکو د ساتنې او د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه د مخالفینو پر پټنځایونو، د هغو پر انفجاري او انتحاري مراکزو او همداراز زندانونو هدفمند پیش ګیرانه عملیات وکړل. د همدغو عملیاتو له برکته په ۲۰۱۹ میلادي کال کي په ځانمرګو بریدونو او همداراز د طالبانو او داعش په تهاجمي حملاتو او د هغه له خاطره په اوښتونکو ملکي تلفاتو کې د ۲۰۱۸ میلادي کال په پرتله کمښت راغلی. د یوناما راپور هم د دې خبرې پخلی کوي

د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي او بین المللي قوانینو په رعایت سره خپل ځان مکلف ګڼي چې له دښمن سره په وسله والو نښتو کې د ملکي خلکو ژوند ژغورلو ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي. دولت د نافذه قوانینو پر بنسټ د ملکي خلکو د ژوند د ساتنې په خاطر خپل هر ډول عملیات تر اجرا مخکې، د عملیاتو په جریان کې او د عملیاتو خلاصېدو وروسته په دقیق ډول ارزوي او د ملکي تلفاتو د کموالي او له متضررینو سره د مرستې په برخه کې عمده ګامونه پورته کوي.#
پاى / ف

Last modified on Sunday, 23 February 2020 04:43

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.