02 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ستر آزمایښت اوونۍ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د کب ۳ مه / باختر
له بېګا ١٢ بجو د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ پیل شوه. په دې اوونۍ کې به په جګړه کې ټول ښکیل لوري پر یو بل ستر بریدونه نه کوي. همدارنګه په لویو ښارونو کې به هم بریدونه نه تر سره کېږي. دا د ستر آزمایښت اوونۍ ده او سولې ته د ټولو ښکیلو خواوو د ژمنتیا ښکارندویي کوي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د دغې اوونۍ او په ټوله کې د تاوتریخوالي د کمولو ارزښټ ته کتنه کړې ده او لیکي:
امریکایان او طالبان له اوږدو خبرو وروسته هوکړې ته ورسېدل چې د تاوتریخوالي د کمولو یوه اوونۍ وازموي. دا اوونۍ بېګا شپه له ١٢ بجو پيل شوه.
جمهوررییس محمد اشرف غني ملت ته په خپله وینا کې د دغې اوونۍ پر ارزښت وغږېد او پر هغو سلامشورو یې هم رڼا واچوله چې له مونیخ کنفرانسه له راستنېدو وروسته یې له دیني عالمانو، ښځو، مدني فعالانو، د ملي اردو او ملي پولیسو له جنرالانو او ملي شورا له غړیو سره یې کړي دي. جمهوررییس سولې ته د رسېدو لپاره د دولت د پیاوړي هوډ ډاډ ورکړ.
طالبانو هم یوه اعلامیه خپره کړې ده او خپلو پلویانو ته یې امر کړی دی چې د تاوتریخوالي د کمولو ټاکل شوي اصول رعایت کړي. څه چې په دې بهیرکې ډېر ارزښت لري هغه د خلکو تود هرکلی او ملاتړ دی. بېګا د جلال آباد په مرکز کی ګن خلک راوتلي وو او د تاوتریخوالي د کمولو په ویاړ یې خوښي څرګندوله او اتڼونه یې کول. د هېواد له نورو سیمو هم د خوښیو رپوټونه رسېدلي دي. د خلکو احساسات جوتوي چې دوی د سولې لپاره د هر ګام هرکلی او ملاتړ کوي. دا اوس د ستونزې په ټولو ښکیلو خواوو پورې اړه لري چې باید د خلکو له احساساتو سره لوبې ونه کړي، هغوی ناهیلي نه کړي او په داسې څه لاس پورې نه کړي چې هغه د تاوتریخوالي د ډېرېدو سبب شي.
د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ د دوه اړخیز باورد فضا د رامنځ ته کولو لپاره یو ښه فرصت دی. جوته ده چې د سولې بهیر خورا پېچلی دی، ګڼ کورني او بهرني اړخونه لري. د دغه بهیر د ښه پرمخ بیولو لپاره تر هرڅه وړاندې د باور فضا ته اړتیا ده او باور په داسې یو حالت کې چې د ښکیلو خواوو ګوتې پر ماشو وي، نه شي رامنځ ته کېدای. د باور فضا د رامنځ ته کولو لپاره اوربند ته اړتیا ده او که اوربند نه وي، نو لږ تر لږه د تاوتریخوالي کمولو ته اړتیا ده. اوس دا فرصت برابر شوی دی او باید ټول ښکیل لوري ترې ښه ګته واخلي.
له دغه فرصته ګټه اخیستل یوازې د ښکیلو خواوو مسوولیت نه دی، بلکې د ملت مسوولیت هم دی. ملت باید د دغه بهیر په ننګه او دفاع کې کلک ودرېږي او ښکیل لوري بشپړ اوربند ته وهڅوي. د سولې په ټینګولو کې ملت تر ټولو ستر مسوولیت لري. دا یوه اوونۍ باید په هېواد کې د څلورو لسیزو اوږدې جګړې ته د پای ورکولو لپاره لاره پرانېزي او د دغې تاریخي اوونۍ په پای ته رسېدو سره باید ټول ووایي چې نور د ټوپکو ماشو ته ګوتې نه وروړو او د خبرو له لارې ټولو راپېښو ستونزو ته د حل لارې لټوو. هیله مو دا ده چې ټول د دغه ستر آزمایښت اوونۍ په بري او سرلوړۍ تېره کړي.
پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.