03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې په بهير کې د ښځو ليدلورى مشخص دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٤ مه/ باختر 
د سولې په چارو کې د دولت وزارت نن د طالبانو او امريکا ترمنځ د مرکز او ولايتونو         له بېلابېلو بنسټونو څخه د ښځو د استازو د نظريو د بيانولو لپاره د هغوى د غونډې کوربه و. 
د باختر آژانس دخبرله مخې؛ په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې ساپۍ د سولي ارزښت او هغه ته په رسېدو کې د ښځو شتون په اړه خبرې وکړې او ويې ويل: سږ کال ملي او نړيوالو بنسټونو د سولې په  بهيرکې د ښځو د موثره او دوامداره مشارکت او د حق غوښتنې زيات پروګرامونه په لاره اچولي دي؛ هغه پروګرامونه چې هر يو يې په خپل وار د ښځو د قدرت د شتون او د هغوى د ژوندانه لپاره د سولې د اهميت منعکس کوونکي دى . 
حسينې ساپۍ زياته کړه: که څه هم دغه غږونه له بېلابېلو حنجرو را ووتل، خو ټول د افغانستان د ښځو غږ و چې د ښځو له شتون پرته په يوه غږ، سوله يې رد کړه او اصلي پيغام يې دا و چې موږ په هېڅ وجه په شا نه ځو.
په غونډه کې ښځې په اقتصادي - سياسي، ټولنيز، فرهنګي، حقوقي او شرعي کمېټو  ووېشل شوې او د دغو موضوعګانو په اړه يې خپل ليدلوري مشخص کړ. 
په پاى کې کمېټو خپلې نظريې بيان کړې چې موظف مسوولان به يې په منسجم ډول ترتيب او ټاکل شوې ده د هېواد په رهبرۍ چې سبا به له دغو استازو سره غونډه ولري؛  وړاندې کړي. موخه دا ده سولې ته د رسېدو لپاره په اړوندو برخو کې د ښځو مهمې او اساسي غوښتنې په اساسي او تخصصي ډول د حکومت له رهبرۍ او نورو مذاکره کوونکو سره شريکي شي او متخاصمو ډلو ته لکه طالبان دغه پيغام ورکړل شي چې  د اسلام په مبين دين کې د ښځو مقام لوړ او خوندي دى او د دين په پلمه نه شو کولاى ښځې له خپلو حقوقو څخه محرومې کړو او د هغوى له حقوقو سره معامله وشي.
پاى \  ذ

Last modified on Monday, 24 February 2020 04:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.