05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر د کابل ښار په...

لوړ پوړو امنیتي چارواکو  د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني له یو شمېر مشرانو او مخورو سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\دکب٥مه\باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره نن له غرمې مخکې، په ارګ کې وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پیل کې اسدالله وفا، حاجي عبدالرحمن ځدراڼ، حاجي ملک عثمان، استاد محمد اکبري او معتصم اغا جمهور ريیس ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا او دویم ځلي ولسمشرکېدو د مبارکي پرمهال هغه ته په چارو کې د لا ډېرو بریاوواو په هېواد کې د تلپاتې سولې  د تامین هیله وکړه.
دغو ویناوالو جمهورريیس ته په خطاب کې وویل: ملت د خدمت، لاسته راوړنو او ملي برنامو په اساس تاسو ته په ټاکنو کې د باور رایه درکړه او په دغه حساس پړاوو کې باید ټول د تلپاتې سولې او ثبات د تامین او د جنګ د پای ته رسولو لپاره سره متحد او یو ځای شي.
دوی په ټینګار سره وویل: هېواد او سیمه سولې او ثبات ته اړتیا لري او د سولې مذاکرات باید دولت محوره وي، ځکه دولت ملت ته ځواب ویونکی دی.
هغوی جمهور ريیس ته وړاندیز وکړ چې د منتخب جمهور ريیس په توګه دې د هېواد او ولس د نېکمرغۍ، ثبات او سوکالۍ لپاره د ټولو اجماع او ملاتړ ورخپل کړي.
جمهور ريیس غني له یادو مشرانو څخه په مننې وویل: تاسو د افغانستان ولس او جمهوریت د بریا د مبارکۍ مستحق  یاست او د جمهور ريیس په توګه دا زما مسوولیت دی چې ملي بنسټونه ورغاوم، د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د دولتدارۍ چارې په ښه توګه سنبال کړم.
جمهور ريیس څرګنده کړه، د ټاکنو له بریالي ترسره کېدو وروسته دا زموږ د ټولو مسوولیت دی چې شخصي مسایل یوه لورته کړو، له جنګ او ناورین څخه د هېواد او ولس د نجات، د باعزته سولې د تامین او د ولس ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه لا سره متحد او یو ځای شو.
د هېواد جمهور ريیس وویل: ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته مې لارښوونه کړې چې د لاریونونو او اعتراضونو پر وړاندې د قوې د استعمال اجازه نه لري، ځکه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه زموږ ملي پانګه ده او باید په وړو سیاستونو او اختلافونو کې ښکېل نه شي.
جمهور ريیس غني وویل: د تاریخ په دې پړاوو کې موږ متحد، منسجم او ملي ټیم ته اړتیا لروچې افغانستان له څلوېښت کلن بحران څخه وباسي.
هغه زیاته کړه: سوله ټولو افغانانو پورې اړه لري، ټول ولس او شخصیتونه باید په کې شامل وي.
محمداشرف غني دې ته په اشارې چې د سولې ادرس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دی وویل: د مذاکره کوونکي پلاوي واکونه محدود دي. پلاوي کې باید انعطاف موجود وي په دې مانا چې موضوعاتو او اړتیاوو ته په کتو به په کې بدلون راځي او اغيزمنتوب به ولري.
هغه زیاته کړه: د مذاکراتو موخه د جنګ پای ته رسېدل او د تلپاتې سولې او ثبات تامین دی. ولس سولې ته چمتو دی او دوی په تېر اوربند کې خپل ظرفیت وښوده. طالبانو ته مې پیغام دادی چې د سولې په اړه باید نتیجې ته ورسېږي او د هېواد او ولس د خدمت لپاره د ولس ارادې ته تسلیم شي.
پاى\جهان يار

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.