05 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر د کابل ښار په...

لوړ پوړو امنیتي چارواکو  د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې لپاره هراړخیز چمتووالي ته اړتیا ده

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د کب ٥ مه / باختر
ټاکل شوې چې امریکایان او طالبان د فبروري پر ۲۹ مه د سولې موافقه لاسلیک کړي.
د موافقې په اړه لا پوره وضاحت نشته، خو هیلې زښتې ډېرې دي. ټول افغانان په یوه خوله د سولې چغې وهي، د سولې لپاره کار ته تیاری څرګندوي او د هر نوښت هرکلی او ملاتړ کوي.
د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ د خلکو احساسات راپارولي او په ټول هېواد کې د دغه سوله ییز حرکت بشپړ ملاتړ شوی دی. لویې لارې خوندي شوې دي، په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده، تګ راتګ هم زیات شوی دی چې دا د سوله ییز ژوندانه نښې دي.
څه چې اوس ډېر ارزښت لري هغه د دغه بهیر بشپړول دي. د  تاوتریخوالي اوونۍ یو آزمون دی. که په دې اوونۍ کې ټولو لوریو او په ځانګړي ډول طالبانو د شوې هوکړې شرایط رعایت کړل، نو د فبروري پر ۲۹ مه په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې موافقه لاسلیک شي، خو که په دې اوونۍ کې د تاوتریخوالي د کمولو اصول مات شي او تاوتریخوالی د کمېدو پر ځای ډېر شي، نو ښایي چې دا موافقه لاسلیک نه شي او د دې خبرې مانا دا ده چې د میاشتو میاشتو غونډې، خوارۍ، خبرې او دغه راز یوې موافقې ته د رسېدو لپاره ټولې ترسره شوې هڅې به په صفر کې ضرب شي او د خلکو هیلې به یو ځل بیا له خاورو سره خاورې شي.
دا د ټولو افغانانو ګډ ملي مسوولیت دی چې باید هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د تاوتریخوالي په اوونۍ کې د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای د تاوتریخوالي ډېرولو ته لمن ووهي. دا هم ټولو ته ښه څرګنده او روښانه ده چې د سولې بهیر ډېر پېچلی دی او ګڼ کورني او بهرني اړخونه لري. د امریکایانو او طالبانو تر منځ د موافقې لاسلیک د دغه بهیر پیل دی، نه پای.
که د امریکایانو او طالبانو تر منځ د سولې موافقه لاسلیک شي، نو بیا به د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پيلېږي. د افغانانو تر منځ د خبرو اجنډا د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو د اجنډا په پرتله ډېره پراخه او ورسره جوخت پېچلې ده. که د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو د اجنډا اساسي ټکي دا وو چې امریکایي ځواکونه به له افغانستانه وځي او طالبان به دا تضمینوي چې د افغانستان خاوره به د امریکا متحدو ایالتونو او دهغوی د متحدینو د ګټو پر خلاف نه کارول کېږي؛ خو د افغانانو تر منځ د خبرو په اجنډا کې بیا ګڼ مسایل شامل دي: اوربند، د بندیانو خوشې کول، د نظام څرنګوالی( سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او نور)، بهرنۍ اړیکې او ورته نور ګڼ موضوعات پر دغو خبرو د بحث لپاره پوره چمتووالي ته اړتیا ده.
ښایي دا به سم او عادلانه قضاوت نه وي، چې افغانان نه شي کولای له یوبل سره خبرې وکړي، یو بل وزغمي او ومني. افغانان په خپل منځ کې هم د خبرو وړتیا او استعداد لري او هم ملي پرېکړو ته د رسېدو، خو لکه څنګه چې پورته وویل شول، د سولې بهیر ډېر پېچلی دی او خورا سخت موضوعات په کې شامل دي. نو له دې امله باید دغو خبرو ته ښه تیاری ونیول شي. تر هر څه وړاندې د مرکچي پلاوي ټاکل ستر ارزښت لري. په مرکچي پلاوي کې باید داسې کسان شامل شي چې د لانجود حل تجربه ولري، ښه زغم او حوصله ولري، د افغانستان له قضایاوو سره ښه بلد وي او تر ټولومهمه دا چې لوړو ملي ګټو ته ژمن وي. مرکچي پلاوی باید د خپل کار لپاره منظم پروګرام جوړکړي او هغه ګام په ګام عملي کړي.
ن. ش.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.