06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ابوظبۍ ولیعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان، جمهور ريیس غني ته په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\دکب٧مه\باختر
د ابوظبۍ ولیعهد او د متحده عربي اماراتو د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان مرستیال شیخ محمد بن زاید آل نهیان پرون د ټلیفوني اړيکې له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیا ځلې بریا مبارکي وویله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې د ورورۍ او دوستانه وبللې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ستراتېژیکو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ابوظبۍ ولیعهد هیله وښوده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني د ریاست په دویمه دوره کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې لازیاتې پیاوړې شي.
پاى\شکريه

 

Last modified on Wednesday, 26 February 2020 12:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.