06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهور ريیس غني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\دکب٧مه\باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ګلخانه ماڼۍ کې ترسره شوه، رولانډ کوبیا وویل: له  دې پیغام سره راغلی یم چې د افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړکوو،ځکه دا د افغانستان د خلکو او ازادیو، ولسواکۍ، د قانون د حاکمیت او د حکومت د ملاتړ او پیاوړتیا په مانا ده او د دې لپاره به اروپایي ټولنه د افغانستان د دولت او خلکو ترڅنګ وي او زموږ همکاري به ادامه ولري.
د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان د پرمختګ او ثبات لپاره د جمهور ريیس غني له برنامو څخه د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان له ټولو سیاسیونو څخه هیله وکړه چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.
جمهور ريیس له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د همکاریو قدرداني وکړه او له رولانډ کوبیا څخه یې د اروپایي ټولنې د همکاریو د دوام د ژمنې تازه کولو مننه وکړه او  ويې ویل: سوله زموږ د خلکو مهمه غوښتنه او د دولت لومړیتوب او مسوولیت دی او د دې لپاره مو ملي اجماع رامنځته کړې ده.
جمهور ريیس غني څرګنده کړه، د سولې ملي پروسه ټولو افغانانو پورې اړه لري او د سولې پروسې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه مو له بېلابېلو قشرونو سره سلا مشورې کړې دي. هغه زیاته کړه، موږ له یادو فرصتونو څخه د اعظمي استفادې او د خطرونو د ښه مدیریت لپاره پوره چمتووالی لرو.
پاى\سعيده

 

Last modified on Wednesday, 26 February 2020 12:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.