06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ملي امنیت سلاکار د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې له ځانګړي استازي سره پر سوله باندې خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل\دکب٧مه\ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولانډ کوبیا سره د هېواد د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د ملي امنیت سلاکار په دې کتنه کې وویل چې حکومت د سولې خبرو او بین الافغاني مذاکراتو ته لازمه امادګي نیولې او په دې پروسه کي به له قوي ټیم او قوي موقف سره ګډون کوي.
هغه زیاته کړه، چې اړتیا ده څو د سولې لپاره له شته فرصت څخه په ښه توګه ګټه واخستل شي او د دې قضیې نور لوري هم خپل مسوولیتونه په سمه توګه ادا کړي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وویل: اړتیا ده، چې په افغانستان کې د سولې لپاره اتحاد او د نظر همغږۍ زیاته شي او پر راتلونکي باندې نور فکر او تمرکز وشي.
پاى\ع

Last modified on Wednesday, 26 February 2020 12:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.