31 March 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په زابل کې ٦ سرتېري شهيدان شول

په زابل کې ٦ سرتېري شهيدان شول

کابل \ د وري ١١ مه \ باختر د زابل په...

د پکتيا له مرکزي جېل څخه ٢١ بنديان ازاد شول

د پکتيا له مرکزي جېل څخه ٢١ بنديان ازاد شول

ګرديز \ د وري ١١ مه \ باختر د جمهور...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پيغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د کب ٨ مه/ باختر
د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ د ورځې په مناسبت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال د انجنير محمد خان پېغام
د کب ٩ مه د ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ ورځ ده؛ دا ورځ د امنیتي ځواکونو له هغو قربانیو څخه د قدراني ورځ ده چې د سر په بیه یې تل له هېواد، خاورې، ناموس او ځمکنۍ بشپړتیا څخه په ډېره مېړانه ساتنه کړې.
ملي امنیتي ځواکونه د هېواد د برم او عزت ساتونکي دي؛ دوی په هر ډول حالاتو کې د خاورې او خلکو د دښمنانو پر وړاندې مبارزه کړې چې له همدې امله د هر افغان په زړه کې له ځانګړې مینې او ملاتړ څخه برخمن دي.
د دغې ملي ورځې په مناسبت ټولو زړورو امنیتي ځواکونو ته مبارکي وایم، د دغې پاکې او سپېڅلې لارې شهیدانو ته د جنت د لوړو درجو، ټپیانو ته د بېړنۍ شفا هيله کوم او د هېواد او خاروې ساتنې په برخه کې ورته د لا نورو بریاوو په هيله.
پاى / ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.