06 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

د سپين بولدک بندر په موقتي ډول پرانيستل شو

کابل / د وري ١٨مه / باختر د سپين بولدک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

امريکايي قانونپوه: طالبان بايد دسولې لپاره اساسي قانون ومني

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 واشنګتن  /دکب ٩مه / باختر :
د امريکا د کانګرس استازو د مجلس غړى مايکل والتز  ويلي دي په هغه صورت کې چې طالبان په افغانستان کې دسولې تامينولو بهير د برياليتوب لپاره جدي نه وي ښه به وي چې د امريکا جمهور رييس له دغې بدې معاملې څخه لاس واخلي  .
  دغه امريکايي  قانونپوه  د چارشنبې په ورځ له امريکا غږ  اشنا تلويزيون سره په يوه  اختصاصي مرکه کې وويل: که چېرې  طالبان دسولې په باب جدي دي دغه ډله بايد په علني ډول له القاعده او داعش سره خپلې اړيکې وشلوي او د افغانستان حکومت او اساسي قانون په رسميت وپېژني .
مخکې له دې دامريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ويلي و،  په افغانستان کې دتاوتريخوالي کمښت اوونۍ دبريالي پاى  ته رسېدو په صورت کې به د واشنګټن او طالبانو ترمنځ دسولې موافقه ليک د روان ميلادي کال  د فبروري مياشتې په ٢٩ لاسليک شي
خو مايکل والتز د امريکا د استازو په مجلس کې جمهوريت غوښتونکي غړي ويلي چې آن که چېرې طالبان دغه اصول رعايت هم کړي د افغان پوځيانو د وړتيا د زياتوالي او له القاعده او داعش ډلو سره دمبارزې لپاره دامريکايي پوځيانو اونړيوال ائتلاف شتون اړين دى .
دغه امريکايي قانونپوه  دغه راز دبين المللي   خبرو له پيل کېدو  څخه مخکې په کابل کې  ثبات او د افغانستان په حکومت  کې ثبات حتمي  وبلل .
د دغه امريکايي قانونپوه څرګندونې په داسې حال کې شوي دي  چې  دافغانستان د سولې په چارو کې دامريکا دبهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليل زاد د تېرې سې شنبې په ورځ د لوړې مراسمودځنډولو په باب دافغانستان دجمهور رييس دتصميم  هرکلى وکړ .
دخليل زاد د څرګندونوله مخې، داکار کولاى شي دنوي حکومت په واسطه دافغانستان اود دغه هېواد دخلکو  دښو ګټو د ساتنې په خاطر د اړينو سلامشورو لپاره زيات فرصت برابر کړي .
ختم- عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.