02 April 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

افغانستان ته د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو کاروان را ورسېد

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر د ازبکستان د بشر دوستانه مرستو...

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

شپږ ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر شپږ ډار اچوونکي په کونړکې له...

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

په لغمان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل/ د وري١٤ مه/ باختر په لغمان کې د يوې چاودنې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل\دکب٩مه\باختر
د وسله وال پوځ ټولو منسوبینو، د شهیدانو کورنیو او شریفو او درنو هېوادوالو ته د کب د نهمې د افغانستان د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ ملي ورځې مبارکي وایم.
د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو ته چې ځانونه یې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي نوامیسو او لوړو ګټو څخه د دفاع په برخه کې قرباني کړي، د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوم.
تاسې زړور او اتل امنیتي او دفاعي ځواکونه ملي بنسټونو پورې تړاو لرئ، تاسې د اساسي قانون ساتونکي، د ملي یووالي د ټینګښت او ملي اقتدار د حاکمیت ملاتړي یاست او ستاسې مبارزه د دې لامل شوه چې دښمن هغو موخو ته چې ټاکلې یې وې، ونه رسېږي.
ستاسې هڅې د دې لامل شوې چې سربېره پردې چې تهاجمي حالت ته شئ، د هېواد ۱۰ ولسوالۍ د دښمن له شتون څخه پاکې او د افغانستان د اسلامي جمهوریت حاکمیت پکې ټینګ کړئ.
هغه لاسته راوړنې چې د تروریزم پر وړاندې مو د جنګ په جبهه کې ترلاسه کړي او هغه ظرفیت او وړتیا چې اوس یې لرئ، ټول د خلکو د بېلابېلو قشرونو د ملاتړ محصول دی چې ستاسې د ملاتړ او لا پیاوړتیا په برخه کې سرتاسري اجماع لري. 
زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو د ولسي جرګې او جمهوري ریاست ټاکنو د امنیت په ټینګښت سره یو ځل بیا ثابته کړه چې بې پرې، مسلکي او ملي ځواکونه دي او په ټول افغان ولس پورې تړاو لري. تاسو پر دغو هڅو په ولسواکه ټولنه کې د یوه مهم اصل په توګه بنسټیزې ولسواکۍ ته د زمینې برابرول، تمثیل کړل.
د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه تاسې ته ډاډ درکوم چې زما، د ملت او نړیوالې ټولنې ملاتړ څخه برخمن یاست او ستاسې د تمویل، تجهیز او روزنې په برخه کې به تر بل هر وخت زیاتې هڅې وکړو.
د هېواد د لومړي خادم په توګه زما موضع ګېري، د امنیتي او دفاعي سکتور د رهبرۍ هڅې او ستاسې سرښندنه او مېړانه د دې لامل شو چې د پام وړ تاوتریخوالي کمولو شاهد واوسو.
زه بشپړ باور لرم هغه ډول چې د دښمن پر وړاندې د جګړې په ډګر کې ولاړ یاست او په مېړانه د وطن او خلکو دفاع کوئ او هغه ډول چې د پام وړ تاوتریخوالي کمولو اوونۍ کې مو په پیاوړي ډول د افغانستان د اسلامي جمهوریت ژمنې نندارې ته وړاندې کړې، سوله چې الهی امر او زموږ د ټولنې او خلکو مبرمه اړتیا ده، په بریالیتوب سره منزل ته رسوئ.
پاى\ع

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.