30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ګڼ پالنه، ولسواکي او سوله ییز ژوند

کابل / د غبرګولي ۹ مه / باختر په دغو ورځو...

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر د هرات پوليسو...

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر په دوحه کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د ولسي جرګې له ريیس او اداري پلاوي سره وکتل

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د ولسي جرګې له ريیس میررحمان رحماني او اداري پلاوي سره په سلامخانه ماڼۍ کې وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په پیل کې د ولسي جرګې ريیس میررحمان رحماني، لومړي نایب میرزا کټوازي، دویم نایب عباس ابراهیم زاده او نایب منشي حجت الله خردمند له کرونا ویروس سره د مبارزې او د سولې پروسې په برخه کې د حکومت په ځانګړي ډول د جمهورريیس غني د هلوځلو قدرداني وکړه.
هغوی وویل: د هېواد په دغه حساس پړاو کې چې هېوادوال د کرونا ویروس خپرېدو او د سولې پروسې ناڅرګند برخلیک ته اندېښمن دي، هیله ده چې سیاسي اختلافات په معقول ډول حل شي او ټول سیاسیون د هېواد د پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار او هلې ځلې وکړي.
یادو ویناوالو د درې ګونو قواوو د همغږۍ او همکارۍ د لا زیاتوالي، له فرصتونو څخه د پر وخت استفادې، د ملي شورا له استازو سره د دوامداره او کاري ناستو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
جمهورريیس غني د ولسي جرګې مشرتابه او استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اداري پلاوي د ټاکلو مبارکي وویله او د دولت د درې ګونو قواوو ترمنځ همغږي، همکاري او متقابل درناوی یې حتمي او مهم وباله.
جمهورريیس وویل: له کومې ورځې چې په هېواد کې د کرونا ویروس پېښه ثبت شوې ده، له هغه وروسته له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هېوادوالو د خوندیتوب په موخه لسګونه غونډې شوې او لا هم په دې اړه زموږ تمرکز او کار ادامه لري. 
جمهورريیس غني وویل: ټول باید د سولې موضوع جدي وګڼي، ترڅو باعزته او تلپاتې سولې ته چې زموږ د هېوادوالو لویه غوښتنه ده؛ ورسېږو او په هېواد کې د څلورو لسیزو روان جنګ او ناورین په اساسي توګه پای ته ورسېږي.
جمهورريیس وویل: په راتلونکې کابینه کې به ټول هېوادوال خپل ځانونه وویني، د اهلیت او کفایت په اساس به د هېواد مطرح سیاسي او علمي شخصیتونو ته د خدمت زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړه: شته بحرانونه باید په تدبیر مدیریت او له فرصتونو څخه د هېواد او هېوادوالو د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لپاره اعظمي ګټه واخیستل شي.#
پاى/ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.