30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هند د مرسته شويو غنمو د لېږدونې درېيمه بېړۍ چابهار ته ورسېده

د هند د مرسته شويو غنمو د لېږدونې درېيمه بېړۍ چابهار ته ورسېده

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر له افغانستان سره د هند...

ګڼ پالنه، ولسواکي او سوله ییز ژوند

کابل / د غبرګولي ۹ مه / باختر په دغو ورځو...

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر د هرات پوليسو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د پاکستان له لوی درستیز سره ټلیفوني خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د ټلیفوني تماس له لارې د پاکستان حکومت له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د پاکستان حکومت لوی درستیز په دغه ټلیفوني تماس کې، لومړی جمهورريیس محمد اشرف غني ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس په توګه د بیا انتخابېدو او د سولې همه شموله مذاکراتي پلاوي د ټاکلو مبارکي وویله.
جنرال باجوه همدا راز د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د همه شموله پلاوي د ټاکلو په هرکلي، له طالبانو ډلې سره د سولې مذاکراتو د پرمخ بېولو هیله وکړه.
له کرونا ویروس سره ګډه مبارزه، سوداګري او ترانزیټ له جمهورريیس غني سره د پاکستان د لوی درستیز، د بحث نور مسایل وو.
افغانستان او پاکستان له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې سیمه ییزه او نړیواله همکاري اړینه وبلله او د دواړو هېوادونو پر ګډو هڅو یې ټینګار وکړ.
دواړو هېوادونو همدا راز موافقه وکړه چې افغانستان ته به د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو د افغان سوداګرو مالونه ډېر ژر افغانستان ته راولېږدول شي.#
پاى/ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.