30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ګڼ پالنه، ولسواکي او سوله ییز ژوند

کابل / د غبرګولي ۹ مه / باختر په دغو ورځو...

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر د هرات پوليسو...

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر په دوحه کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د مرکزي زون ولایتونو ته شل، شل میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د کابل، پروان، کاپیسا او میدان وردګو والیانو راپور واورېد.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې د کابل، پروان، کاپیسا او میدان وردګو والیانو له کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د شته ننګونو، اقداماتو او تدابیرو په هکله خبرې وکړې او خپل وړاندیزونه یې غونډې ته بیان کړل. 
یادو والیانو وویل: د دیني عالمانو، رسنیو او اجتماعي رضاکارانو له لوري په مرکز او ولسوالیوکې د عامه پوهاوي برنامې جریان لري او شکمن کسان قرنطین شوي، دغه راز له خصوصي سکتور سره په همکارۍ د خوارکي او مصرفي موادو بیې مدیریت شوي او د پلان له مخې کارګرانو ته کاري زمینې په پام کې نیول شوي دي.
کابل والي محمد یعقوب حیدري د مرکزي زون له والیانو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د خپلو ولایتونو له ولسونو وغواړي چې کابل ته له راتګ ډډه وکړي.
کابل والي همدا راز وویل: نن د کابل په مرکز او ولسوالیوکې اړو خلکو ته د غنمو د لېږد او وېش بهیر پیلېږي. 
همدا راز د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهورريیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر له خصوصي سکتور سره د بازارونو د مدیریت، د غذایي او مصرفي موادو د تدارک په برخو کې ډاډ ورکړ.
وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح وویل: حکومت د موټرو او کابل ښاریانو د تګ راتګ د ستونزو د حل په برخه کې اقدام کړی دی.
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال زیاته کړه: د کابل ولایت پلان مې مطالعه کړی، د کابل په کچه دې په متوازنه توګه د غنمو لېږد او وېش پیل شي.
د جمهورريیس لومړي مرستیال همدا راز د مرکزي زون له والیانو څخه وغوښتل چې د زيان منونکو سیمو په اړه دې خپلې واقعبینانه وړاندوینې وکړي چې په رڼا کې یې لازم تدابیر او اقدامات ترسره شي.
جمهورريیس غني د کابل، پروان، کاپیسا او میدان وردګو والیانو ته په خطاب کې وویل: له «کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د مرکز حوزې هر ولایت ته مو ۲۰-۲۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.»
جمهورريیس د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست انجنیر الهام عمر هوتکي ته لارښوونه وکړه چې تدارکاتي ستونزې په اساسي ډول حل کړي.
جمهورريیس همدا راز وویل: په لومړي ګام کې دې په کابل او ولایتونو کې د اړو او د اضطراري وضعیت زیانمنو لست برابر او د هغې په رڼا کې دې لازم اقدامات وشي.
جمهورريیس د کابل د قرنطین په اړه وویل: د روغتیایي مرکزونو د امادګۍ په ګډون دې له کرونا ویروس سره د مبارزې ټول چمتو والی ونیول شي.
جمهورريیس څرګنده کړه: له پېښو سره د مبارزې کوډ ۳۰ سلنه صلاحیت د جمهوري ریاست لومړي مرستیال ته ورکول شوی چې په ضروري حالاتو کې عاجل اقدامات وشي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: حکومت د بڼوالو او کروندګرو د محصولاتو د بازار موندنې، ملاتړ او تشویق په موخه هم ځانګړې برنامې تر لاس لاندې لري.#
پاى/ ذ

Last modified on Friday, 03 April 2020 11:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.