30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ګڼ پالنه، ولسواکي او سوله ییز ژوند

کابل / د غبرګولي ۹ مه / باختر په دغو ورځو...

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر د هرات پوليسو...

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر په دوحه کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د کابل ښاروال په رسمي توګه معرفي کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې محمد داوود سلطانزوی د کابل ښاروال په توګه، معرفي کړ.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په پیل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست انجنیر الهام عمر هوتکي د کابل ښاروال په توګه د محمد داوود سلطانزوی د مقررېدو په اړه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس فرمان ولوست.
ورپسې د کابل مخکېني ښاروال احمد ذکي سرفراز په خپلو خبرو کې پر نوموړي د جمهورريیس د باور مننه وکړه او د خپلې کاري مودې د پلان جوړولو، اقداماتو او تخنیکي مسایلو په اړه یې جمهورريیس غني ته مفصل معلومات ورکړل او هیله یې وښوده چې دغه چارې دوامداره پاتې شي.
وروسته د کابل نوي ښاروال محمد داوود سلطانزوی پر ده د جمهورريیس د باور مننه وکړه ويې ویل: د مخکېني ښاروال ترسره شويو چارو ته به دوام ورکړي او خپلې نوې طرحې به د جمهورريیس د لارښوونو مطابق د خلکو په همکارۍ مخته یوسي.
سلطانزوی د فساد ضد مبارزې، اصلاحاتو، سالمې ادارې پر جوړولو او کابل ښاریانو ته د لا ښو خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ ويې ویل: ښاروالي هغه وخت بریالۍ کېږي چې د خلکو همکاري له ځانه سره ولري.
وروسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د کابل مخکېني ښاروال احمد ذکي سرفراز د کارونو قدرداني وکړه ويې ویل: دولتي څوکۍ د ملت امانت دی او موږ د دې ملت خادمان یوو.
صالح، سلطانزوی ته د کابل د نوي ښاروال په توګه مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د کابل ښاروالۍ څوکۍ مهمه څوکۍ ده او خلک له تاسې څخه د لا زیات خدمت هیله لري.
نوموړي زیاته کړه: په کابل کې رامنځته شوی فرهنګ چې ځینې کابل ښاریان خپل ښاري او ټولنیز مسوولیتونه، نه مراعتوي، باید اصلاح او بدل شي.
جمهورريیس غني په خپلو خبروکې د کابل ښاریانو د حوصله مندۍ مننه وکړه ويې ویل: په تېرو کلونو کې د یوه منظم پلان نشتوالی د دې لامل شو چې د کابل ښار ډېرې برخې د پلان خلاف په بې نقشې ډول جوړې شي.
جمهورريیس څرګنده کړه: څه موده مخکې مې د کابل ښار د ټولو ناحیو او ولسوالیو له ولسونو سره لیدنې لرلې، د دوی نظریات، تحلیل او تشخیص په رښتیا هم چې واقع بينانه وو او موږ د کابل ښار په هکله اوس یو مشخص تصویر لرو.
جمهورريیس غني دېته په اشاري چې ټول هېواد د کرونا ویروس خپرېدو له ګواښ سره مخ دی؛ وویل: موږ باید د ګډو هڅو له لارې له دې ګواښ څخه ووځو.
د هېواد جمهورريیس د کابل مخکېني ښاروال احمد ذکي سرفراز د هڅو د قدردانۍ پر مهال له محمد داوود سلطانزوی څخه مننه وکړه چې په دې خاصو شرایطو کې د دغه مسوولیت منلو ته اماده شو. هیله ده تاسې ټول د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح تر نظر لاندې خپلو همکاریو ته دوام ورکړئ.
جمهورريیس محمد اشرف غني خصوصي سکتور وستایه چې د شرایطو په درک کولو سره یې همکاري وکړه، همدا راز موږ مفصل پلان لرو هغو وطنوالو ته چې بې وزله دي او روزمره کار کوي، د کار زمینه برابره کړو.
جمهورريیس په ټینګار وویل: استعجالیت مهم دی، زموږ موخه د ثبات تامین دی. زموږ لیدلوری او برنامه لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله ده او هر هغه څه مو چې د کابل ولسونو څخه په غونډو کې اورېدلي وو، عملي بڼه به غوره کړي.
د هېواد جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: کابل ښاروال د کابینې غړی دی، د فساد مخنیوی، د منابعو موثریت او د نویو منابعو ایجاد نهایت مهم دي، زه هیله لرم چې په راتلونکو کلونو کې به کابل د متوازن انکشاف شاهد واوسي.#
پاى/ ذ

Last modified on Friday, 03 April 2020 11:47

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.