30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ګڼ پالنه، ولسواکي او سوله ییز ژوند

کابل / د غبرګولي ۹ مه / باختر په دغو ورځو...

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

يوولس تنه په هرات کې ونيول شول

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر د هرات پوليسو...

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

طالبانو د٨٠ پوځيانو د خوشې کولو خبر ورکړ

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر په دوحه کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر عمومي ريیس په رسمي توګه معرفي کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون غرمه محمد شاکر کارګر د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي رييس په توګه، معرفي کړ.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په پیل کې د جمهورريیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د عمومي ريیس په توګه د محمد شاکر کارګر د مقررېدو په اړه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس فرمان ولوست.
د هېواد جمهورريیس، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر مخکېني ريیس ډاکټر فیض الله کاکړ کړنې وستایلې ويې ویل: د جمهورريیس په توګه مې د لوړې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې باید د افغانستان سیاسي قشر په واحد صف کې قرار ولري، ترڅو د هېواد علیا ګټې په ځانګړي ډول په سولې پروسه کې تامین شي.
جمهورريیس غني وویل: «باید واضح شي چې د هېواد پر سیاسي شخصیتونو زموږ غږ د منسجمې برنامې یوه برخه ده.»
هغه زیاته کړه: واضح اړتیا ده چې د سولې، له کرونا ویروس سره د مبارزې او اصلاحاتو لپاره لازمه اجماع ایجاد شي.
د هېواد جمهورريیس څرګنده کړه: د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي ریاست  د تر ټولو اساسي مسوولیتونو او دندو څخه یو هم د سیاسي اجماع ایجادول دي او باید پر همکارۍ او دوامدارو مشور اتکا ولرو.
همدا راز د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر عمومي ریاست مخکېني ريیس ډاکټر فیض الله کاکړ په خپلو خبرو کې پر نوموړي د جمهورريیس د باور او په دې مهمه دنده د هغه د ګومارنې مننه وکړه.
وروسته د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر عمومي ريیس محمد شاکر کارګر، پر دغې څوکۍ د هغه د ګومارلو په خاطر د جمهورريیس د باور مننه وکړه ويې ویل: د ډاکټر فیض الله کاکړ او همکارانو له تجربو څخه په استفادې به په همغږي ډول کار ته دوام ورکړي.
کارګر وویل: د دې دفتر ارزښت راته د درک وړ دی او د مشورو، همکارۍ او همغږۍ په اتکا به مخکې ولاړ شو.#
پاى/ ذ

Last modified on Friday, 03 April 2020 11:45

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.