31 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر اروپایي ټولنې په دغو...

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

دېرش ميليونه ډالر ليلامېږي

کابل/ د غبرګولى١١ مه / باختر مرکزي بانک ٣٠ ميليونه ډالر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د مرکزي، سویلي او سویل ختیځ زون له والیانو سره د کرونا ویروس ضد مبارزې په اړه خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د وري ۱۷ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس تېر ماښام، د ویډیو کنفرانس له لارې له کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د اقداماتو په اړه د غزني، خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، قندهار، روزګان، زابل، بامیانو او دایکنډي والیانو راپور واورېد. د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ په دې ویډیو کنفرانس کې یادو والیانو، له کرونا ویروس سره د مبارزې د ولایتي کمېټو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ د دغه ویروس پر وړاندې د تدابیرو، اقداماتو او ستونزو په اړه خبرې وکړې. همدا راز د دغو ولایتونو والیانو په یادو ولایتونو کې د ویروس د خپرېدو مخنیوي او له هغه څخه د راپورته شویو ګواښونو په اړه خپل وړاندیزونه له جمهورريیس سره شریک کړل. هغوی وویل: له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه تدابیر لري او د عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ د عامه پوهاوي بهیر چټک شوی او همدا راز په مرکز او ولسوالیو کې کمېټې جوړې شوې دي. یادو والیانو څرګنده کړه: د خلکو د راټولېدو مخه نیول شوې او د حکومتي ادارو، خصوصي سکتور، مدني ټولنو او د ولسوالیو شوراګانو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته شوې ده. هغوی همداراز زیاته کړه: قېمتونه کنټرول دي، په یو شمېر سیمو کې دوا پاشل شوې او د لا زیاتو تجهیزاتو د تدارک غوښتونکي یوو. وروسته جمهورريیس غني والیانو ته په خطاب کې وویل: والیان د نظام استازي دي او بریالیتوب یې د نظام بریالیتوب دی. هغه زیاته کړه: پکتیکا، لوګر، روزګان، بامیان او دایکنډي هر یو ولایت ته به ۳۰ میلیونه افغانۍ او غزني، خوست او پکتیا هر ولایت ته به ۶۰ میلیونه افغانۍ او قندهار ولایت ته به ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې او ولېږدول شي. جمهورريیس د جمهوري ریاست ستر سلاکار فضل محمود فضلي ته لارښوونه وکړه، هغه ولایتونه چې لا زیاتو امبولانسونو او بسترونو ته اړتیا لري، د اړتیاوو پوره کولو لپاره تدابیر ونیسي. هغه د دې ترڅنګ چې له والیانو وغوښتل وار دمخه د تدابیرو نیولو لپاره په تېرو لسو کلونو کې له طبیعي پېښو څخه د رامنځته شویو زیانونو اټکل وړاندې کړي؛ وویل: په لنډمهال او منځمهال کې د خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کېدو لپاره تدابیر نیول شوي او هیله لرم والیان خپل واقعبینانه اټکلونه وړاندې کړي. په دغه ویډیو کنفرانس کې د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو خبرو کې، له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د دولت ۶ ماده یيز پالیسي تشریح کړه، ويې ویل: د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د بنسټیزو اصولو او د دې پالیسۍ په رڼا کې دولت له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې رهبري کوونکی او مدیریتي رول لري. هغه له والیانو وغوښتل چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپل خدمتونه د خپلو اړوندو ولایتونو ټولو نقطو ته ورسوي او ټولنه له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په یوه نوي چوکاټ کې بسیج کړي. هغه زیاته کړه: والیان دې په تېرو لسو کلونوکې د طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه خپل یو اټکل وړاندې کړي، چې د هغه په رڼا کې وار دمخه تدابیر ونیول شي. د دغه ویډیو کنفرانس په پای کې جمهورريیس وویل: د انټرنټ د بيې د راکمولو په برخه کې لازمه همغږي شوې او والیانو ته یې دنده ورکړه، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې خپل پلانونه په پړاوويز ډول وړاندې کړي. جمهورريیس وویل: تر دې وروسته به ټول والیان د ویډیوکنفرانس له لارې د کابینې په غونډو کې برخه اخلي. هغه پر دې په ټینګار چې دولت د کارموندنې برنامې هم پیل کړي، څرګنده کړه: له ټولو والیانو غواړو چې د خپلو ولایتونو د فصلي میوو حاصلات مشخص کړي، ترڅو له دغو محصولاتو څخه د استفادې لپاره لازم تدابیر ولرو.# پاى/ ذ

Last modified on Sunday, 05 April 2020 08:11

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.