01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شپارلس  ډار اچوونکي په ننګرهار کې  ووژل شول .

شپارلس ډار اچوونکي په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : ١٦ډار اچوونکي پرون دننګرهار...

 په هرات کې  ١٢ روغتيايي کارکوونکي  په کرونا اخته شوي دي .

په هرات کې ١٢ روغتيايي کارکوونکي په کرونا اخته شوي دي .

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : په هرات کې ١٢تنه ...

دننګرهار دهوايي ډګر دبيا رغاونې کار پيل شو .

دننګرهار دهوايي ډګر دبيا رغاونې کار پيل شو .

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : دننګرهار دهوايي ډګر دلومړى برخې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

محمد حنیف اتمر د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده پيل کړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ١٨مه / باختر
محمد حنیف اتمر پرون له غرمې وروسته د یوې غونډې په ترڅ کې چې د ملي شورا غړو، د دولت لوړپوړو چارواکو او د بهرنیو چارو وزارت رییسانو پکې ګډون درلود، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نوماند او سرپرست وزیر په توګه وپېژندل شو او خپله دنده یې پیل کړه.
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتو  په تلاوت سره پیل شوه او وروسته د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین محمد هارون چخانسوري د یوې لنډې وینا په ترڅ کې بهرنیو چارو وزیر ته د نوې دندې مبارکي ورکړه او په چارو کې یې د بریالیتوب هیله ورته وکړه.
وروسته، محمد حنيف اتمر په بهرنیو چارو وزارت کې په خپل کاري لومړیتوبونه، له معاصر دیپلماتیک اصولو سره سم د بهرنیو چارو وزارت د کارکونکو د ظرفیت لوړوالي، سولې ته د لاسرسي، د جمهوریت د ټیکاو په موخه د نړۍ او سیمې له هېوادونه سره د افغانستان د اړیکو پیاوړتیا او د هېواد د بهرني سیاست پر اساسي کرښو بیا کتنه، موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
همدارنګه، د بهرنیو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزیر د دغه وزارت د پخواني رهبرۍ پلاوي او کارکونکو له خدماتو او لاس ته راوړنو څخه مننه وکړه او وویل چې د بهرنیو چارو وزارت به پورته ذکر شویو مواردو ته د رسېدو لپاره او دا چې وروسته له سولې څخه افغانستان به بیا ننګونې او نا منۍ سره مخ نه‌ شي، له هېڅ زیار څخه به ډډه ونکړي.
غونډه په هېواد کې د سولې او ټیکاو او د کرونا له نړیوال ویرس څخه د افغانستان د خلکو د خوندیتوب په دعا سره پای ته ورسېده.
پاى/ ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.