01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

څه دپاسه ديرش  جريبه دولتي ځمکه  دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

څه دپاسه ديرش جريبه دولتي ځمکه دغاضبينو له منګولو څخه بېرته ترلاسه شول

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : دښار جوړولو او ځمکه والى...

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

دکاپيسا د ترافيکو دتنظيم آمر ترور شو .

کابل /دغبرګولې ١٢مه / باختر : ناپيژاندو وسله والو کسانو نن...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د حکومت د رهبرۍ غونډې د مالیې وزارت د بدلونونو او اصلاحاتو په اړه بحث وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د وري ١٨مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډې  د کرونا ویروس ترڅنګ په مالیې وزارت کې د راتلونکو بدلونونو او اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ پرون مازیګر په ګلخانې ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم په کې حضور درلود، په مالیې وزارت کې راتلونکو بدلونونو او اصلاحاتو ته په اشارې یادونه وشوه چې ټولې اړوندې برخې د مالیې د نوماند او سرپرست وزیر تر مشرۍ لاندې کار کوي.
د یادونې وړ ده چې په مالیې وزارت کې د اصلاحاتو موخه د بېلابېلو برخو د دندو تفکیک او د سیاسي لاسوهنو مخنیوی دی. د مالیې وزارت تر چتر لاندې ټولې برخې د یاد وزارت نوماند او سرپرست وزیر ته مسوولې دي او له دې لارې به د خپلو کړنو راپور جمهورريیس ته ورکوي.
د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیرعبدالهادي ارغندیوال به د دغو اصلاحاتو او بدلونونو په اړه نور جزئیات له هېوادوالو سره شریک کړي.#
پاى/ ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.