30 May 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د ورِي ۱۹ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه د هیواد د ټولو والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.

 باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د ملعوماتو له مخې؛ په پیل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف اتمر، د مالیې وزارت سرپرست عبدالهادي ارغندیوال او د جمهوري ریاست عالي مقام د دفتر عمومي رییس محمدشاکر کارګر ته د کابینې په غونډه کې د ګډون ښه راغلاست ووایه او هیواد ته د خدمت په برخه کې یې ورته د لوی خدای (ج) څخه د لازیاتو بریالیتوبونو دعا وکړه.

 د هیواد جمهوررییس، د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د لازمو تدابیرو او مدیریت او همدا راز بې وزله هیوادوالو ته د مرستو رسولو په برخه کې د خصوصي سکتور د ونډې په خاطر د جمهوري ریاست د مرستیالانو او د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررییس فوق العاده استازي، فعالیتونه او هڅې وستایلې.

 جمهوررییس غني د کابینې په استازیتوب د ډاکټر حنیف الله حنیف د شهادت په مناسبت چې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې خپل ځان د هیوادوالو لپاره قرباني کړ، د نوموړي کورنۍ او د افغانستان طبي ټولنې ته د خپلې خواخوږۍ ژور مراتب څرګند کړل، مرحوم ته یې د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر او زغم دعا وکړه. جمهوررییس په ټینګار وویل، په دې برخه کې اړوندو ډاکټرانو او پرسونل ته ځانګړي امتیازات په پام کې نیول شوي دي.

 د هیواد جمهوررییس، کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مالي انسجام په خاطر د ټولو والیانو پر مدیریت ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې د عمل چټکتیا، ځواب ویلو او همغږۍ په پام کې نیولو سره لازمو اقداماتو ته ادامه ورکړي. هغه زیاته کړه، د غوره حکومتولۍ په برخه کې یو مهم او سترګام اخیستل شوی چې هغه د کابینې په غونډه کې د ویډیو کنفرانس (VTC) له لارې د ټولو والیانو ګډون دی او دغه پروسه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.

 د غونډې په بله برخه کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د حکومت د رهبرۍ سیاسي ستراتېژي او تخنیکي جامع برنامه او په دې برخه کې د دولت د مشخصو مدیریتي برنامو او د هغو د پړاوونو توضیح په تفصیلي توګه غونډې ته وړاندې او په دې اړه یې د هیواد ټولو سیمو ته د خدمتونو وړاندې کولو د پراختیا په خاطر هم د ټولو والیانو دندې مشخصې کړې.

 د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست دویم مرستیال د عفوني ضد طبي او مینځونکو موادو د تولید د طرحې حقوقي او قانوني ابعادو په اړه په خپلو خبرو کې وویل، د نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې قانون د ایتانول تولید منع کړی، په داسې حال کې چې د هغه تولید ته یې اجازه ورکړې او دا په خپله یو ډول تناقض دی.

د کابینې غونډې د یاد قانون مندرج تخنیکي کمېټه موظفه کړه چې ژر دې د قانوني تناقض او پانګونې د جلبولو د محدودیتونو د رفع کولو په خاطر د عامې روغتیا او صنعت او سوداګرۍ د معینانو او درمل جوړونکو اتحادیې د رییس په ګډون، غونډه جوړه او د هیواد د روغتیایي وضعیت د استعجالیت لپاره دې اړوند خصوصي سکتور ته د پانګونې جلبولو په خاطر لږ تر لږه تر دوو کلونو پورې د هغه د تولید اجازه په پام کې ونیول شي او د اړوندو تقنیني اسنادو د تعدیل د اړتیا پر مهال دې، د تعدیل طرحه وړاندیز او پړاوونه دې بشپړ کړي.

دغه راز د جمهوري ریاست دویم مرستیال، کابل ښار کې د کرونا ویروس خپرېدو د پراختیا او ګرځبندیز وضع کولو طرحې ته د کابل ښاریانو د نه پاملرنې په اړه موجوده اندېښنې څرګندې کړې وې ویل، د اطلاع رسولو په برخه کې باید لازمه پاملرنه او دقت وشي.

کابینې د کابل ولایت په سطحه کرونا ویروس سره د مجادلې کمېټې ته دنده وسپارله چې تر سبا دې خپله پیشنهادي طرحه د حکومت رهبري غونډې ته وړاندې کړي، ترڅو د کابیني د مخکېنۍ پرېکړې مطابق لازم تدابیر ونیول شي. همدارنګه یې د کرونا ویروس خپرېدو د وقایې او مخنیوي په خاطر د عامه پوهاوي دولتي کمېټه موظف کړه چې د ویاندویانو له لوري د اطلاعاتو وړاندې کولو د توحید په خاطر مناسبه تګلاره ترتیب او اجرا کړي.

همداراز د جمهوري ریاست دویم مرستیال د هیواد ولایتونو ته له سرحدونو څخه د راستنېدونکو د انتقال په اړه د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي اضطراري کمېټې طرحه غونډې ته وړاندې کړه.

هغه څرګنده کړه، هیواد ته د مهاجرینو له راتګ څخه د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي او له ایران څخه دراستنېدونکو د مدیریت، د هغوی د روغتیایي وضعیت ته په کتو راستنېدونکو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو؛ پر کرونا ویروس د اخته کېدو او مخنیوي د لارو چارو په اړه د دوی د پوهاوي سطحې لوړولو او له بېلابېلو سرحدي نقطو څخه د هغوی اړوندو ولایتونو ته د راستنېدونکو د خوندي او اسانه لېږد په خاطر دغه طرحه ترتیب او د تطبیق په موخه یې ممکنه انتخابونه په پام کې نیول شوی دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې لومړنی پیشنهادي انتخاب تصویب کړ او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال تر څار لاندې یې د ماليې، ترانسپورټ، عامې روغتیا، مهاجرینو چارو، بهرنیو چارو او کورنیو چارو وزارتونه، د ملي امنیت او سیمه ییزو ارګانونو اداره موظف کړل چې د غونډې د یادونو مطابق د یاد انتخاب د مدیریت او عمل طرحه ترتیب او اجرا کړي.

همدا راز د بهرنیو چارو وزارت سرپرست موظف شو چې په دې برخه کې شته اندېښنې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره شریکي او په اړه یې لازم اقدامات وکړي.

ورپسې د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۹ کال په بودجوي کوډونو کې د تعدیلاتو طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د دغه تعدیل مطابق په عادي بودجه، د ورازتونو په اختیاري انکشافي پروژو او احتیاطي کوډونو کې تنقیصات راغلي او د غنمو د پېرلو لپاره د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د ولایتونو په انکشافي وجوه کې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د مشخص کوډ او په هرات، نیمروز او کابل ولایتونو کې د روغتونونو جوړولو په خاطر د چارو ادارې لوی ریاست بودجې ته ورزیات شوي دي. کابینې یاده طرحه تائید کړه.

وروسته د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رییس، په زندانونو کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه د محبوسینو د تراکم کمولو لپاره د اړتیا رفع کولو په خاطر د ۷۰،۶۴ میلیون افغانیو د تامین غوښتنه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، یاد مبلغ ته د ودانیو چمتو کولو او په زندانونو کې د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر د محبوسینو تر منځ د فاصلې د ایجاد او توکو او وسایلو د تامین په خاطر اړتیا ده.

کابینې د مالیې وزارت موظف کړ چې ۷۰،۶۴ میلیون افغانۍ دې د کورنیو چارو وزارت له بودجې تعدیل او د ودانیو اماده کولو په خاطر د ملي انکشاف شرکت ته انتقال کړي، ترڅو عاجل اقدامات وشي.

د غونډې په بله برخه کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د حضوري روزنې د بدیل الکترونیک طریقه غونډې ته وړاندې او څرګنده یې کړه، په روزنیز فرصت د رامنځته شویو نامناسبو شرایطو بدلولو ، د حضوري ټولګیو په نشتوالي کې د الکرونیکي روزنې تطبیق، د تحصیلي بنسټونو د محصلینو بوختول او دهغو د ترتیب ټول اړوند موضوعات د دغې طرحې موخه ده، د طرحې د اجرایي کېدو لپاره کړنلارې په پام کې نیول شوي او همدا راز یې د اړتیا وړ بودجه هم ترتیب شوی ده.

کابینې د تحصیلي بنسټونو د درسي ممد په توګه یاده طرحه تصویب او مالیې وزارت یې موظف کړ چې د لوړو زده کړو وزارت له بودجې څخه د اړتیا وړ بودجه برابره او د بودجې د کمبود په صورت کې د نیمايي کال ارزونه کې د دغه وزارت د بودجې زیاتولو اقدام وکړي.

همدا راز یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت موظف کړ چې د لوړو زده کړو وزارت او د مخابراتي چارو د تنظیم ادارې (اترا) په همکارۍ له مخابراتي کمپنیو سره د نکسا سیستم (NEXA) څخه د استفادې پر څرنګوالی په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د خدمتونو وړاندې کولو او برابرولو د اسانتیا د ایجاد د څرنګوالي په پام کې نیولو سره، تفاهم وکړي.

 وروسته د والیانو په استازیتوب د ننګرهار والي چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې غونډه کې ګډون درلود په خپلو خبرو کې د کابینې په غونډه کې والیانو ته د زمینې برابرولو مننه وکړه او هیوادوالو ته یې د اطلاع رسولو، د راستنېدونکو هیوادوالو د قرنطین د عمل پلان، په دغه ولایت کې کرونا سره د مبارزې په خاطر د مرستې صندوق ایجاد، د کامې ولسوالۍ د ولسونو له لورې د دغې ولسوالۍ د اړمنو د ملاتړ او د جمهوري ریاست عالي مقام د وروستي فرمان پر بنسټ د زندانیانو د خلاصون بهیر د چټکتیا په اړه معلومات ورکړل.

د ننګرهار والي د ماليې وزارت له لورې ولایتونو ته د تخصیص په اجرا کې د عمل د چټکتیا، وطنوالو ته د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې د جلا ظرفیتونو د ایجاد، کرونا ویروس سره د مبارزې او نورو ولایتونو ته د تفریح په خاطر د دولتي کارکوونکو د تګ راتګ د مخنیوي په اړه خپل وړاندیزونه غونډې ته وکړل.

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د ننګرهار او ټولو والیانو د کړنو د ستایلو پرمهال د کامې ولسوالۍ د ولسونو له لورې د دغې ولسوالۍ له اړمنو خلکو سره د مرستې په خاطر د کامې د ولسونو قدرداني وکړه او د مالیې وزارت سرپرست یې موظف کړ چې هره ورځ دې ولایتونو ته د مالي وجوه د لېږد څرنګوالی وڅاري؛ همدا راز یې عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارله چې د مرکز او ولایتونو په کچه دې کرونا ویروس سره د مبارزې برخې او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو دڅرنګوالي د مدیریت لپاره په جلا ډول خپل وړاندیز ترتیب او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

کابینې همدا راز د وزارتونو او دولتي ادارو رهبري موظفه کړه چې خپلو اړوندو کارکوونکو ته جدي لارښوونه وکړي چې دکرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په خاطر ګاونډیو ولایتونو ته د تفریح لپاره له تګ راتګ څخه ډډه وکړي، له هغې پرته به ورسره تادیبي چلند وشي.#    

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.