07 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د مبارکی پيغامونه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمد اشرف غني، د جمهوري رياست د مرستيالانو، د ملي مصالحې عالي شورا د رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د کابينې د غړو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رييسانو، د سترې محکمې د رييس، د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان د ټول ملت په نامه د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د مبارکى پيغامونه باختر آژانس ته رسېدلي دي.
په پيغامونوکې د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت د ښو مبارکيو او نيکو هيلو د څرګندولو ترڅنګ ويل شوي دي چې مسلمه امت د نفس د تزکيې، طاعتونو او عبادتونو مياشت تېره کړه او اوس د نېکمرغه کوچني اختر ورځې نمانځي.
دغه راز په پيغامونوکې څرګنده شوې ده چې اختر مسلمانانو ته د سولې، پيوستون او  روغې جوړې د ستر پيغام زيری ورکوي.
په پيغامونوکې د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د دولت او وسله والو مخالفانو ترمنځ د اوربند د هرکلي په ترڅ کې په هېواد کې پر دايمي اوربند او سولې پر ټينګښت ټينګار شوى دى.
دغه راز څرګنده شوې ده چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د تعقل د فرصت او د دايمي سولې په اړوند د خبرو لپاره فرصت له هر وخت زيات برابر شوى دى او په هېواد کې وروستي بدلونونه په افغانستان کې د سولې د پیل او د جګړې د پاى ته رسېدو زيری ورکوي.
په پيغامونوکې جګړې او وينې تویيدنې، د اسلام مبين دين د زده کړو او حکمونو پرخلاف بلل شوې دي او ټينګار شوى دى چې رښتيني مسلمانان په مسلمه توګه سولې ته  چې د خداى (ج) فرمان دى؛ مخه کوي او په هېواد کې جګړې او ورور وژنه پاى ته رسوي.
دغه راز په دغو پيغامونو کې د الله (ج) له درباره د هېواد د خلکو د آرامۍ او سوکالۍ او د دايمي سولې او امنيت د ټینګښت هيله شوې ده.
دغه پيغامونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د يوشمېر نورو وزارتونو، دولتي ادارو، ټولنيزو، فرهنګي، تحصيلي او تعليمي بنسټونو، سازمانونو، قومي مشرانو، اتحاديو او د ملکي او پوځي بنسټونو له خوا رسېدلي دي.
ختم - ج – اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.