جمهوررییس غني د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ په ارګ کې ادا کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۴ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته نن سهار د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ په ارګ کې ادا کړ.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د اختر د لمانځه په مراسمو کې پر جمهوررییس سربېره مخکېني جمهوررییس حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله، د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا او بې وزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررییس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر، قاضي القضات او د سترې محکمې رییس قانونپوه سېدیوسف حلیم، لوی څارنوال فرید حمیدي، د هېواد یو شمېر سیاسي مشرانو، ملکي او نظامي مقاماتو او د ملي شورا استازو د لمانځه له ادا کولو وروسته له یو بل سره د اختر مبارکي وکړه. 
وروسته جمهوررییس غني د افغانستان عظیم ملت ته د نېکمرغه کوچني اختر د مبارکي پرمهال د ملکي او نظامي شهیدانو کورنیو ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل او همدارنګه یې د هېواد د دفاع ، امنیت او ثبات په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو له امله د دوی او د دوی د ویاړلو کورنیو قدرداني وکړه او د اختر مبارکي یې ورته وویله.
جمهوررییس وویل: له بده مرغه سږکال روژه اوکوچنی اخترپه داسې حال کې راغلل، چې د کرونا وبا ټوله نړۍ او زموږ ولس سخت متاثر کړی او  موږ به چې تل د اختر په ورځ د ولس کوربانه وو، دا ځل مو د وبا د مخنیوي له امله چې هم شرعي حکم دی او هم د عامې روغتیا وزارت لارښوونه ده، تعداد محدود کړ.
جمهوررییس  په هېواد کې د کرونا پېښو زیاتېدو ته په اشارې له هېوادوالو څخه وغوښتل  چې د روغتیا وزارت د سپارښتنو په اساس مراسم مختصر ونیسي او د یو بل له لیدلواو تګ راتګ، ډډه وکړي.
د هېواد جمهوررییس ټولو ناروغانو ته د روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت هیله وکړه او همدارنګه یې د عامې روغتیا وزارت صحي کارکوونکو، ډاکټرانو، نرسامو  او د خصوصي سکتور کارکوونکوڅخه په مننې وویل: هغوی ته چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، د کابینې د پرېکړې په اساس خاص امتیازات په پام کې دي. 
جمهوررییس د جمهوریت پر واحد صف د خوښي څرګندولو ترڅنګ د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د دغه دروند مسوولیت د منلو له امله مننه وکړه.هغه سوله د ولس ورکه وبلله او ویې ویل: د سولې اساسي موخه ثبات دی او  سږکال به د دوامدارې او تلپاتې سولې چې د ثبات موجب شي، شاهدان واسوو. 
جمهوررییس غني د طالبانو له لوري د اوربند د اعلان هرکلی وکړ او ویې ویل: پرون شپه یې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې بشپړ اوربند مراعت او یوازې دفاعي حالت غوره کړي او هیله یې څرګنده کړه چې دا اختر د دوه کاله دمخه اختر غوندې ولس ته د خوشالۍ او سوکالۍ ورځې وي.
محمداشرف غني څرګنده کړه: د مسوول دولت په توګه غواړو یو بل ګام هم واخلو او اعلان کوو چې د طالبانو د زندانیانو ازادېدل به چټک شي او همدارنګه یې پر طالبانو غږ وکړ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه زندانیان چې له دوی سره دي، ژر تر ژره ازاد کړي.
جمهوررییس وویل: ځینو کړیو طالبانو ته دا فهم ورکړی چې اوربند د دوی د کمزورۍ لامل کېږي او که د اوږدمهال لپاره اوربند وکړي، نو خپل سیاسي وزن له لاسه ورکوي، مګر اوربند چې له ډېرو کلونو راهیسې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دریځ دی، د کمزورۍ نه، بلکې د ځواک او قوت نښه ده.
جمهوررییس غني  طالبان د افغانستان د ټولنې واقعیت وبلل  او زیاته یې کړه: د وزن د تثبیت ځای د جنګ میدان نه، بلکې د مذاکراتو مېز دی. هغه زیاته کړه: جنګ موږ په ځانګړي ډول افغان ښځو ته له بدمرغۍ مه واره نور هیڅ نه دي راوړي او افغان ښځې نن د سولې لپاره د سیاسي اجماع په لومړي کتار کې دي.
هغه زیاته کړه: سوله زموږ ملي غوښتنه او د سولې ګټونکی د افغانستان ولس دی. د سولې موافقتنامه په افرادو او ډلو نه، بلکې د افغانستان خلکو پورې تړاو لري او د دغې موافقتنامې د تائید په اړه به وروستۍ پرېکړه د افغانستان ملت وکړي. 
جمهوررییس له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغانستان ملت ته صدمه ونه رسوي، ځکه هرڅوک چې ټپي او یا شهید کېږي، یو نه جبرانېدونکی داغ دی. هغه زیاته کړه: ټول علما په دې نظر دي چې جنګ مشروعیت نه لري او اساسي حل لاره د مذاکراتو پیلول دي. د مذاکرې همه شموله افغان پلاوی چې د افغانستان د ملت او دولت استازیتوب به وکړي، مذاکراتو ته چمتو دی.
جمهوررییس وویل: دامنیتي وضعیت د ښه والي لپاره یې په تېروڅلورو اوونیوکې دټولوقول اردوګانواودولایتونوله امنیه قوماندانانو اود ملي امنیت له رییسانو سره جلاجلا د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونودشرایطو د ښه والي په خاطرتفصیلي خبرې کړي او دملاتړ ډاډ یې ورکړی دی.
جمهوررییس غني په ټینګار سره وویل: زه یو واربیا ژمنه کوم چې د دوی معنوي او مادي ملاتړ به دپخوا په څېر په ښه توګه روان وي، داسې ملاتړ چې زموږ د سرتېرو تجهزاتاواعاشه به ترپخوا لا بهتره شي.
جمهوررییس د خپلې وینا په پای کې وویل: باثباته افغانستان د سیمې د ثبات او هوساینې لامل کېږي او همدارنګه یې سیمه ییزې اړیکې او هراړخیزې همکارۍ زموږ د راتلونکي دبریالیتوب کیلي وبلله او په ټولو نږدې او لیرې  ګاونډیانو یې غږ وکړ چې  د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د افغانستان د ملت او دولت دوامدار همکاران اوسي.
پای – ج

back to top