24 September 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د پاکستان د نوي سفیر باورلیک ومانه

کابل/ د تلې ۳مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

 مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

مولوي رحمت الله اندړدملي امنیت شورا ویاند وټاکل شو

کابل/ د تلي ۳مه/ کابل د افغانستان د جمهور ريیس...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا ريیس مولوي قیام الدین کشاف د وفات په مناسبت د جمهورريیس محمد اشرف غني د خواشینۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل دغبرګولي ٥ مه :
په ډېرې خواشینۍ سره خبرشوم چې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا ريیس  شیخ القران مولوي قیام الدین کشاف د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
مولوي صاحب قیام الدین کشاف د خپل عمر ډېره برخه د اسلام د مبارک دین             د ارشاداتو او الهي احکامو حاصلولو او نورو ته رسولو ته وقف کړه.  نوموړي د خپلې خدای ورکړې پوهې او علم له برکته، هېواد او ټولنې ته ډېر د قدر وړ خدمتونه وکړل او ځوانان یې د دین په اساساتو او الهي احکامو وپوهول او همدارنګه یې په اسلامي او ملي روحیه وروزل.
مولوي صاحب قیام الدین کشاف متواضع، مصلح او خیرخواه انسان و چې د ژوند تر وروستۍ شیبو یې نور د الهي احکامو پرځای کولو، خیر، فلاح او سوله ییز ژوند ته وربلل.  په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د نوموړي هڅې او دعوت د قدر وړ دي.
مولوي صاحب کشاف پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال   د افغانستان د دفاع او د جهاد فریضې د ادا کولو په موخه د مجاهدینو لارښوونه وکړه او تل یې د قران او نبوي احادیثو په رڼا کې د افغانستان دفاع او د جهاد فریضې پرځای کولو ته ځوانان هڅول.
نوموړي له خپل وطن او خلکو سره بې سارې مینه لرله او د ژوند تر پایه د افغانستان   د نظام او خلکو ترڅنګ او کلک ملاتړی و، د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.
د مرحوم مولوي قیام الدین کشاف د وفات له امله د ده معززې کورنۍ، د افغانستان        د عالمانو سراسري شورا غړو او د هېواد ټولو علمای کرامو ته تسلیت وایم او د خدای تعالی په دربار کې ورته د فردوس جنت هيله کوم .                                                پاى\  ذ

Last modified on Monday, 25 May 2020 09:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.