07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې...

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

-کابل / د چنګاښ ۱۷ مه / باختر د سولې لپاره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني : د حسن نیت په موخه دوه زره طالب زندانیان آزادېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل دغبرګولي ٥مه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس محمداشرف غني په مشرۍ غونډې چې پرون مازیګر په ارګ کې جوړه شوې وه، د حسن نیت په موخه د طالب زندانیانو  د آزادېدو  بهیر په اړه بحث او خبرې وکړې.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.  په دې غونډه کې د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګرۍ د پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهورريیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر، قاضي القضات او د سترې محکمې ريیس سیدیوسف حلیم، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، لوی څارنوال فرید حمیدي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوى  ريیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د ملي امنیت عمومي ريیس احمدضیا سراج  او د زندانونو چارو د تنظیم عمومي ريیس احمد راشد توتاخېل حضور درلود.
جمهورريیس غني د اختر په ورځو کې د طالبانو له لوري د اوربند اعلام ته د حسن نیت ښودلو په موخه د دوه زره  طالب زندانیانو د ازادېدو بهیر د پیلولو دستور ورکړ.             پاى \ ذ

Last modified on Monday, 25 May 2020 09:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.