04 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر د کابل ښار په...

لوړ پوړو امنیتي چارواکو  د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

سولې ته رسېدل، هر اړخیزه ستراتېژي غواړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۵ مه / باختر
شک نشته چې له څه مودې  راهیسې په هېواد کې تلپاتې سولې ته د رسېدو هڅو او کوښښونو په ملي او نړیواله کچه زور اخیستی دی.  په دوحه کې د امریکایانو اوطالبانو ترمنځ د سولې موافقې لاسلیک دغه بهیر ته نوی او تر پخوا خورا پیاوړی خوځښت ورکړی دی.
د سولې هڅې باید د یوې منظمې او مدونې ستراتېژۍ په رڼا کې پر  مخ لاړې شي.                     د باخترآژانس مفسر د سولې د منظمې، هراړخیزې او مدونې ستراتېژۍ اړتیا ته کتنه کړېده او لیکی:  له بده مرغه داسې ناوړه ذهنیت رامنځ ته شوی دی چې ځیني فکر کوي سولې ته رسېدل د یوې یا دوو غونډو خبره ده. ښایي  د دغه ذهنیت یو لامل به دا وي چې افغانان له جګړو ډېر ستړي شوي دي او هیله یې دا ده چې سوله ژرترژره تامین شی. په داسې حال  کې چې سولې  ته رسېدل د یوې یا دوو غونډو او  مجلسونو کار نه دی.  دا خورا پیچلی او ستونزمن بهیر دی او ګڼ اړخونه لري:  اوربند، د وسله والو ډلو بې وسلې کول،  د وسلو ټولول، د غیر مسوولو جګړه ییزو جوړښتونو ړنګول، په  ټولنه کې د پخوانیو وسله والو ادغام،  قوانینو ته نوې کتنه، دولتي جوړښتونو ته نوې کتنه، کلتوري مسایل،  ښوونه او روزنه، بشري حقونه، نړیوالې اړیکې  او نور.
ترهغو چې د دغو او نورو ګڼو اړخونو په اړه یو ښه روښانه تصویر رامنځ ته نه شي او دا ټول مسایل په کې راغبرګ نه شي، نو مانا یې دا ده چې موږ د ناڅرګند هدف پر لور روان یو، مانا یې دا ده چې موږ په تیاره کې روان یو او نه پوهېږو دا تیاره لاره موږ هغه هدف ته چې غواړو یې، رسوي او که نه. دا د وخت، فرصت او امکانانو له ضایع کولو پرته بله مانا نه لري. 
له دې امله د جګړې  او سولې په بحث  کې هراړخیزې ستراتېژۍ ته اړتیا ده. اوس  د سولې عالي دولتي شورا جوړه شوېده. په دې برخه کې یو شمېر نور  دولتي جوړښتونه هم کار کوي. دوی باید تر هرڅه وړاندې د سولې هراړخیزه ستراتېژي جوړه کړي. که څه هم د سولې پخوانۍ شورا په دې نامه یو سند برابرکړی و، خو داسې ښکاري چې هغه  سند هراړخیز او اغېزمن نه و، نه یې چا نوم واخیست او نه چا پرې استناد وکړ. نوې ستراتېژۍ ته اړتیا ده. جمهور رییس د سولې لپاره یوه طرحه وړاندې کړې ده، چې کورني او بهرني اړخونه لري.  همدا طرحه کېدای شي د سولې د هراړخیزې ستراتېژۍ لپاره بنسټ شي.
په نوې ستراتېژۍ کې باید د افغانستان واقعیتونه، د روانې خونړۍ جګړې تعریف، د ښکیلو خواوو روښانه تصویر، سولې ته د رسېدو موجود ظرفیتونه او همدارنګه کورني او بهرني ګواښونه، د اوربند او افغانانو تر منځ د سولې خبرو د پیل په ګډون د دغه بهیر لومړیتوبونه او نور مسایل په پام کې ونیول  شی. دغه راز ستراتېژي د سولې کوښښونو ته سمون او پیاوړی خوځښت ورکولی شي.
ن. ش.

Last modified on Monday, 25 May 2020 09:22

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.