02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

په هېواد کې د اوربند د دوام غوښتنه وشوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د غبرګولي ٦ مه / باختر
سره له دې چې خلکو اختر د کرونا ويروس د خپرېدو له امله په سختو شرايطو کې  تېر کړ؛ خو د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند د خوښي وړ وباله او د هغه د دوام غوښتنه يې وکړه.
د ولايتونو يوشمېر اوسېدونکو د باختر آژانس له سيمه ييزو خبريالانو سره په اړيکه کې د دغه اوربند هرکلى وکړ او ويلي يې دي چې که څه هم د قرنطين په شرايطوکې په خپلو کورونوکې دي؛ خو له رواني پلوه په آرام حالت او د جګړې او ټوپک د ډزو له اندېښنې پرته په خپلو کورونو کې وو او له دې پلوه آرامه وو.
د پلخمري ښار اوسېدونکى حسام الدين د باختر آژانس خبريال ته وويل چې ژوند ډېر ښکلى دى؛ که چېرې خلک له جګړې او وينې توييدنې څخه آرامه وي او نور جګړه د خلکو روح او روان ګډوډ نه کړي.
هغه وويل: د اختر درې ورځې که څه هم د کرونا ويروس د خپرېدو د اندېښنو تر اغېز لاندې تېرې شوې؛ خو خلک له اوربند څخه خوشحاله و او اوربند د خلکو لپاره يوه هيله ده.
د لغمان د مهترلام ښار اوسېدونکى عبدالمالک په دې باور دى: که چېرې اوربند دوام وکړي؛ د جګړې د ښکيلو لورو ترمنځ باور زياتېږي او د ښکيلو لورو ترمنځ د باور او اعتماد په فضا کې قضيې ډېر ژر حل کېږي او په هېواد کې سوله تامنېږي.
د مهترلام دغه اوسېدونکى چې ځان ښوونکي معرفي کړ؛ وويل: ٤٠ کاله جګړه زموږ هېواد په تېره بيا د ښوونې او روزنې، علم او پوهنې برخې زيانمنې کړې دي او زموږ هېواد د پرمختګ له کاروان څخه ډېر وروسته پاتې دى.
د لوګر د پل علم اوسېدونکى احمد الله وويل چې اوربند د خوښۍ خبر و چې د روژې  په وروستۍ شپه مې واورېد او دغه د خوښۍ خبر د اختر خوشحالي دوه برابره کړه.
هغه وويل: د هېوادوالو ترمنځ سوله او روغه جوړه خوند لري او بايد دواړه لوري د دين په امر جګړه په داسې شرايطو کې چې د کرونا ويروس زموږ د خلکو لمنه نيولې ده؛ له لوړتيا غوښتنې څخه تېر شي او د هېواد او خلکو ګټې په پام کې ونيسي او سوله وکړي.
په همدې ترتيب د باختر آژانس د سيمه ييزو خبريالانو د خبرونو له مخې؛ د هېواد ټول اوسېدونکي په تېره بيا د طالبانو تر ادارې لاندې  سيموکې خلکو د دغه اوربند هرکلى  او ملاتړ وکړ او د هغه د دوام غوښتنه يې وکړه.
د طالبانو مشرتابه د روژې مياشتې په وروستي ماښام د اختر په درېيو ورځوکې اوربند اعلام کړ چې د هېواد جمهوررييس د هغه هرکلى وکړ او د باور فضا د رامنځته کولو په خاطر يې د ١٠٠٠ بندي طالبانو د خلاصون فرمان صادر کړ.
باختر آژانس ته د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ د اختر په درېيو ورځوکې په ټول افغانستان کې اوربند تر زياتې اندازې پورې رعايت شوى دى.
ختم - ج - اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.