13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: ٥ وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بندیانو خلاصون د سولې بهیر ګړندی کولی شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر
افغان حکومت د جمهوررییس محمد اشرف غني له امر سره سم، د اختر په ورځو کې د طالب بندیانود آزادولو لړۍ پیل کړه. د اوربند اعلامول او د بندیانو خلاصول هم په کور دننه او هم په نړیواله کچه له خورا تاوده هرکلي سره مخ شوي دي. له هر ډول شک پرته د بندیانو خلاصون د سولې پر ټپه ولاړ بهیر خوځولی او ګړندی کولی شي.
د باختر آژانس مفسر د دغه بهیر ارزښت څېړلی دی او لیکي:
په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د لاسلیک شوې موافقې له مخې باید طالبانو او افغان حکومت د بندیانو خلاصون پيل کړی وای. که څه هم دا بهیر پیل شو، خو له ناندریو، ګیلو او ګڼو ستونزو سره مل و. افغان حکومت د لاسلیک شوې موافقې یو لوری نه دی او د هغې د مفاداتو د تطبیق په اړه کوم الزامیت هم نه لري، خو دا چې سوله د افغانانو یوه ستره غوښتنه ده او حکومت د هر هغه ګام ننګه او ملاتړ کوي، چې د سولې له بهیر سره مرسته کولی شي. د دغه ټکي په پام کې نیولو سره، حکومت د بندیانو د خلاصولو بهیر پيل کړ، خو له دې سره جوخت یې د دغه بهیر په اړه یو شمېر ملاحظات هم لرل. تر ټولو ستره ملاحظه د تاوتریخوالي کمول وو. له بده مرغه تاوتریخوالی کم نه شو او په روژه کې یې زور واخیست.
په کابل او نورو ګڼو ښارونو کې بریدونه وشول او درنه مرګ ژوبله یې واړوله. تاوتریخوالی د سولې له هڅو سره اړخ نه لګوي. که د سولې په اړه اراده رښتینې، پیاوړې او غوڅه وي، نو بیا خو باید د تاوتریخوالي مخه ونیول شي. له دې پرته د سولې په اړه ټولې خبرې له درواغو پرته نورڅه کېدای نه شي.
د بندیانو خلاصون ساده بهیر نه دی، بلکې ډېر پېچلی دی او ګن اړخونه لري، لکه حقوقی، قانوني، امنیتي او بشري. دا ټول اړخونه باید په پام کې ونیول شي.
د طالبانو له خوا د اختر په ورځو کې د اوربند اعلام سبب شو چې افغان حکومت هم تر دوو زرو پورې طالب بندیان آزاد کړي. دغه ګام جوته کړه چې د مقابل لوري له خوا د تاوتریخوالي له کمولو سره جوخت دا بل لوری هم د ښه نیت ګام پورته کوي او تر دوو زرو پورې بندیان آزادوي. له شک پرته د بندیانو خلاصون د سولې بهیر ته خوځښت ورکوي. څه چې اوس ډېر ارزښت لري، هغه د دغه بهیر دوام دی، یانې د دواړو لوریو له خوا د باور فضا د رامنځ ته کولو په موخه د عملي ګامونو پورته کول باید دوام ومومي. همدارنګه هغه طالب بندیان چې د جمهوررییس له حکم سره سم له زندانه خلاصېږي، باید له ځان سره د سولې پیغام ورسوي او خپلو انډیوالانو او کلیوالو ته ووایي چې جګړه پرته له تباهۍ بله پایله نه لري، دوی باید د سولې فرهنګ او ذهنیت په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي. غوره دا ده چې له رخصتېدو مخکې دوی ته د روان وضعیت او سولې اړتیا په اړه معلومات ورکړل شي او وهڅول شي چې دوی خپله د سولې په بسیا کولو کې برخه واخلي.
پاى/ن.ش

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.