02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د ترکمنستان له جمهورريیس سره ټلیفوني خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۷ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني، نن له غرمې مخکې د ټلیفوني تماس له لارې د ترکمنستان له جمهورريیس قربانقلي بردي محمدوف سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ د ترکمنستان جمهورريیس د افغانستان جمهورريیس او خلکو ته د اختر مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: ترکمنستان په خپل لګښت او ظرفیت غواړي په تور غونډۍ او اندخوۍ بندرونو کې د کرونا ویروس د چټکې معاینې دوه مرکزونه جوړ کړي او همدا راز ټولې هغه لارۍ او کاروانونه چې له دې بندرونو څخه تېرېږي، درمل پرې وپاشي.
جمهورريیس غني د ترکمنستان له جمهورريیس څخه مننه وکړه او دغه اقدام یې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې مهم وباله او د هغه هرکلی یې وکړ. هغه لارښوونه وکړه چې دغه موضوع دې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه تعقیب شي.
همدا راز، د دواړو هېوادونو جمهورريیسانو په دې ټلیفوني مکالمه کې، د سیمه ییزو اقتصادي اړیکو د پراختیا او د ترانزیټي ستونزو د حل په اړه بحث او خبرې وکړې.#
پاى/ ذ

Last modified on Wednesday, 27 May 2020 11:25

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.