03 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس غني له امنیتي او دفاعي بنسټونو سره د شهیدانو وارثینو ته د رسېدنې په اړه خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ٨ مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني پرون د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د رسېدنې پروسې په اړه خبرې وکړې.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمد الله محب هم حضور درلود، لومړی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د معلوماتي ډېټابېس ترتیبولو، د شهیدانو د وارثینو د اسنادو درج کولو او د امنیتي او دفاعي بنسټونو د ګډې پالیسۍ پر اساس د شهیدانو د وارثینو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورکو شویو او بندي سرتېرو د دوامداره ملاتړ په اړه راپور جمهورريیس ته وړاندې کړ.
هغوی وویل، د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او د هغوی د وارثینو د معلوماتي ډېټابېس کار د بشپړېدو په حال کې دی او د امنیتي او دفاعي بنسټونو د ګډې پالیسۍ پر اساس به د شهیدانو د وارثینو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ورکو شویو او بندي سرتېرو دوامداره ملاتړ کېږي.
جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان د امنیتي او دفاعي ځواکونو له رهبرۍ د مننې ترڅنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو چې د خپلواکۍ او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره یې قرباني ورکړې، ستاینه وکړه.
جمهورريیس غني په چټکۍ د امنیتي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته په رسېدنې ټینګار وکړ ويې ویل، ترسره شوي اقدامات کافي نه دي، د امنیتي ځواکونو د شهیدانو د وارثینو حق پر موږ زیات دی او هغوی ته رسېدنه زموږ لوی مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، په دې برخه کې د وخت ضایع کېدل او کم کاري په هېڅ ډول د منلو وړ نه ده.
د هېواد جمهوريیس د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، ترڅو په قوانینو او بیروکراسۍ کې چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د رسېدنې په بهیر کې د ځنډ لامل ګرځي، اصلاحات رامنځته شي چې پر وخت له هغوی سره مرسته وشي.
جمهورريیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټپیانو ته د بشپړې رسېدنې ترڅنګ وویل، زموږ د امنیتي ځواکونو قرباني سپېڅلی ارزښت لري او هغوی ته باید د حقوقو، امتیازاتو او د هغوی وارثینو سره د مرستو په برخه کې هېڅ ډول ځنډ او کم کاري ونشي.# پاى- ج

 

Last modified on Thursday, 28 May 2020 07:42

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.