05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دولتي ادارې ثبات ته اړتیا لري

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولی ۸ مه / باختر
افغانستان په اوسنیو شرایطو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. جګړه دوام لري، کرونا ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدوده، اقتصادي فقر د خلکو ژوند تریخ کړی دی، د فساد په اړه اندېښنې لا پر ځای دي. په دغه راز حالاتو کې د دولتي ادارو نقش برخلیک ټاکونکی دی. ځکه دولت باید دا ټولې دندې سرته ورسوي، یانې روانه خونړۍ جګړه پای ته ورسوي، په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت او ثبات بسیا کړي، د کرونا مخه ونیسی، د اقتصادي فقر د له منځه وړلو لپاره کار وکړي او د فساد ریښې وباسي. دولتي ادارې هغه مهال دا سترې دندې ترسره کولای شي چې پیاوړې او غښتلې وي او دولتی ادارې هغه مهال غښتلې او پیاوړې کېدای شي چې ثبات ولري.
د باختر آژانس مفسر همدا موضوع څېړلې ده اولیکي:
له هغه مهاله چې په هېواد کې پوځی او سیاسي بحران رامنځ ته شوی دی، ورسره جوخت زموږ ملي دولتی ادارې هم کمزورې شوي دي. د دولتی  ادارو د کمزورتیا یو ستر لامل د هغوی سیاسی کېدل دي. کله چې له ادارو سره سیاسي  چلند کېږي اوهر څوک هغه د خپلو سیاسي ګټو لپاره کاروي، نو بیا ادارې له خپل اصلي تګلوري اوړي او بې لارې کېږي.
موږ له کلونو راهیسې له دې ستونزې سره مخ یو. هره سیاسي ډله چې واک ته رسېدلې ده، لومړی کار یې د دولتی ادارو له سیاسي کولو پیل  کړی دی او کوښښ یې کړی  دی چې  اداره د خپلو سیاسي موخو او سلیقو تابع کړي او بیا ترې د یوې وسیلې کار  واخلي.
هغه څه چې په قوانینو پورې اړه لري، نو موږ ډېر  ښه قوانین لرو. له اساسي قانونه رانیولې بیا اطلاعاتو ته د لاسرسي تر قانونه پورې – ټول د خپلې منځپانګې له پلوه ښه قوانین دی او د ولسواکو قوانینو له معیارونو سره بشپړ سمون لري، خو ستونزه د دغو قوانینو په تطبیق کې ده. د قوانینو تطبیق د دولتی ادارو دنده ده، خو که دولتي ا دارې سیاسي کړای شوې وي، نو څرګنده خبره ده چې د قوانینو په تطبیق کې سیاسي او سلیقه یي چلند کوي. پر خپل سیاسي مخالف قانون پلی کوي، خو پر سیاسي ملاتړي بیا هغه نه عملي کوي. په داسې حال کې چې په ولسواکو ټولنو کې ټول د قوانینیو پر وړاندې سره برابردي او قانون باید له هر راز استثنا پرته پر ټولو یو ډول تطبیق شي.
له دولتي ادارو سره سیاسي چلند د هغوی د بې ثباتۍ لامل شوی هم دی. موږ په تېرو کلونو کې ولیدل  چې په ځینو وزارتونو کې په څو میاشتو کې دوه درې وزیران بدل رابدل  شوي دي. داسې وزارتونه هم شته چې په پنځو کلونو کې  ورته  اووه اته وزیران معرفي شوي دي. دا خپله بې ثباتي رامنځ ته کوي. همدا لامل شوی چې یو شمېر وزیران د اړوند وزارت لپاره له برنامې پرته کار کوي. ځکه برنامه جوړول وخت ته اړتیا لری. وزیر باید لومړی موجود وضعیت وارزوي، د وزارت پیاوړي او کمزوري اړخونه په ګوته کړي، فرصتونه او ننګونې تشخیص کړي او بیا د وزارت د هراړخیزې ودې او پرمختګ لپاره پروګرام جوړ کړي. خو کله چې وزیردا ډاډ او باور ونه لري چې هغه تر یو کاله پر دندې پاتې کېدای شي یانه ، نو بیا څرګنده خبره ده چې سهار دفتر ته ځي او مازیګر بېرته کورته او خپل ټول مسوولیت په څو غوړو  فیسبوکي  لیکنو کې لنډوي اوبس. همدا خبره د معینانو او رییسانو په برخه کې هم صدق کوي. هېڅوک دا ډاد نه لري چې سبا به پر خپلې څوکۍ پاتې وي او که نه پر څوکۍ به یې سیاسي معامله شوې وي.
اوس  د دې وخت دی چې دغه راز  بې ثباتۍ  ته د پای  ټکی  کېښودل شي. باثباته، غښتلې، پياوړې، رڼه او مسوولیت منونکې او مسوولیت سرته رسوونکې اداره کولی شي د اوسني پړاو سترې دندې سرته ورسوي او هېواد له کړکېچه وباسي.ن.ش.        

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.