02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

 کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د روسیې د نوي سفیر باورلیک ومانه.
د جمهوررييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛ جمهورريیس غني دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف ته د ښه راغلاست پرمهال د روسیې له جمهورريیس او د بهرنیو چارو له وزیر څخه د هغه د معرفي کولو مننه وکړه.
جمهورريیس هغه ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیلې څرګندولو ترڅنګ وویل: ستاسو نوی ماموریت به د افغانستان او روسیې ترمنځ د مناسباتو او همکاریو نوی فصل پرانېزي او اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو مناسبات لا زیات غښتلي شي.
د هېواد جمهورريیس زیاته کړه: په تېرو پنځو کلونوکې افغانستان د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره چې د افغانستان مهم شریکان دي، اړیکې پراخې کړي او موږ هر کال دغو هېوادونو ته زرګونه ټنه کرنیز محصولات صادرو.
جمهورريیس وویل: موږ د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه افغانستان ته انرژي واردو او غواړو خپلو محصولاتو ته نورې لارې هم پرانېزو په ځانګړي ډول د روسیې بازارونو ته، ترڅو وچې میوې او نور توکي ورته صادر کړو. موږ له سیمې او روسیې سره د اقتصادي همکاریو د زیاتېدو غوښتونکي یوو.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: راتلونکې ته زموږ لیدلوری دا دی چې په افغانستان کې ریل پټلۍ سراسري کړو او بهرنیو بازارونو ته د خپلو محصولاتو د صادرېدو زمینه برابره کړو. همدا راز افغانستان او روسیه به د سیمه ییزو همکاریو په غښتلتیا او سولې ګډ کار وکړي.
د روسیې نوي سفیر دمیتري الکساندروویچ ژیرنوف له جمهورريیس څخه د باورلیک منلو له امله مننه وکړه او په افغانستان کې یې پر خپل ماموریت خوښي وښوده.
هغه وویل: د خپل ماموریت پر مهال به له افغانستان سره د روسیې د مناسباتو د لا پياوړتیا او د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړم.#
پاى/ ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.