13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: ٥ وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

مالیې وزارت د افغان کډوالو د داوطلبانه راتګ په موخه د سعودي عربستان سفارت او د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ دفتر سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د غبرګولي ١١ مه/ باختر  
مالیې وزارت د افغان کډوالو د داوطلبانه راتګ په موخه د سعودي عربستان سفارت او د   پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ دفتر سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، پرون  د غبرګولي په ۱۰ مه د افغان کډوالو د داوطلبانه راتګ په موخه د همکارۍ هوکړه لیک په  افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر ښاغلي جاسم محمد الخالدي اوپه افغانستان کې د پناغوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ دفتر رئیسې اغلې کرولاین وین  بیورن سره لاسلیک کړ.
په ټوله کې د دې هوکړه ارزښت ۳۰ میلیونه امریکایې ډالر دی چې په څو پړاوونو کې  به پلي شي،  پرون د یاد هوکړه لیک لومړی فاز د ۱۰ میلیونه ډالرو په ارزښت لاسلیک شو چې د ۲۰۲۱ کال تر پای پورې به پلي شي.  د دې هوکړه لیک لومړی پړاو په ۱۲ ولایتونو کې د ۷ روغتیایې مرکزونو او کلنیکونو جوړول، په ۸ ولایتونو کې د ۱۳ ښوونځیو جوړول او په بېلابیلو ولایتونو کې د ۱۱ کوچنیو او متوسطو زیربنایې پروژو پلي کول دي.
یادې پروژې د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ له لوري پلي کیږي چې د ملي بودیجې څخه بهر د سعودي عربستان پراختیایې صندوق له لوري تمویلیږي.
یادې پروژې د روغتیایې وضعیت ښه کیدو،  پوهنې او روزنې او د هغو افغان ګډوالو لپاره چې بیرته وطن ته راستنیږي په زیربنایې چارو  کې به مرسته وکړي.  نور فازونه یې چې ۲۰ میلیونه ډالر کیږي د لومړي فاز په ختمیدو سره به په راتلوونکو پړاوونو کې پلي شي.  د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، چې د افغانستان لپاره د سعودي عربستان له سفیر او په افغانستان کې د پناغوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ دفتر له ريیس سره په همدې موخه ناسته درلوده ، د افغان کډوالو بېرته راستنېدو او له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د سعودي عربستان شاهي هیواد له مرستو او همکاریو مننه وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د افغانستان حکومت د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو غوښتونکی دی او هڅه کوي، چې د هغوی لپاره اړینه زېربنا برابره کړي.  همدا شان د مالیې وزارت سرپرست، د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ څخه وغوښتل، چې لګښتونه دې په رڼه توګه او اغېزمن ترسره کړي.
په افغانستان کې د پناغوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د دفتر رئیس وویل، چې دوی هڅه کوي دغه لګښتونه په رڼه او اغېزمنه توګه ولګوي او د اړوندو چارو او کړنو راپور د افغانستان او سعودي عربستان حکومتونو ته وړاندې کړي.
د افغانستان لپاره د سعودي عربستان سفیر وویل، چې افغانستان زموږ ملګری هیواد دی  او موږ خوښ یو چې له دې هیواد سره مرسته کوو. نوموړي زیاته کړه، چې موږ د یوه با ثباته افغانستان غوښتونکي یو او له افغانستان سره زموږ مرستې له څو اړخونو  روانې  دي او زموږ د  نن ورځې مرسته افغانستان ته د افغان کډوالو د با عزته راستنېدو لپاره ده.
پاى \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.