02 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر ولایت په عمومي ولسي غونډه کې وینا وکړه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس...

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوګر عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه

کابل/ د چنګاښ ۱۱مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو له حاصلاتو لسګونه میلیونه عاید ترلاسه کړي دي

-اسعدآباد/د چنګاښ ۱۱ مه/ باختر په کونړ کې بزګرانو د هندواڼو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ولسواک نظام ملاتړ کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د وږي ۱۱ مه / باختر

اروپایي ټولنې په دغو وروستیو کې یوه اعلامیه خپره کړېده او په هغې کې یې له افغانستان سره خپل سیاسي، دیپلوماتیک او مالي ملاتړ  مشروط ګڼلی دی او ټینګار یې کړی دی چې اروپايي ټولنه به په راتلونکې کې او  په ځانګړې توګه د سولې له ټینګېدو وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته د نظام د څرنګوالي په رڼا کې دوام ورکوي.

د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:

که د اروپایي ټولنې وروستۍ اعلامیې ته کتنه وکړو او په هراړخیزه او ژوره توګه یې وڅېړو نو دې پایلې ته رسېږو چې نړیواله ټولنه او په دغه ځانګړي وروستي حالت کې اروپایي ټولنه په افغانستان کې له سولې وروسته د جوړېدونکي نظام په اړه بې توپيره او بې تفاوته نه ده. اوس هغه پخواني کلاسیک سیاستونه له منځه تللي دي چې هر هېواد به څنګه خوښه وه همغسې به یې خپلې کورنۍ چارې سمبالولې. که څه هم زبرځواکونو او یا زورورو ګاونډیو به پر کمزورو هېوادونو خپله اراده تپله او اړ کول به یې چې د هغوی فرمایش ومني، خو نړیوالتیا هر څه بدل کړل، اوس د یو هېواد د پرېکړې موضوع مطرح نه ده، بلکې د هېوادونو د یوې  ټولګې د پرېکړې موضوع مطرح ده.

 ګڼو اروپایي ټولنو د یو شمېر ارزښتونواو اصولو په اړه توافق کړی دی او یوه ټولنه یې جوړه کړېده. هر هغه څه چې د دغې ټولنې له آدرسه ویل کېږي او خپرېږي، په حقیقت کې د ټولنې د ټولو غړیو هېوادونو د ډله ییزې ارادې ښکارندویي کوي.

د نویو شرایطو غوښتنه دا ده چې هر هېواد د خپلې آزادۍ، خپلواکۍ او ملي حاکمیت له ساتلو سره سره باید خپل سیاستونو له نړیوالو قوانینو او اصولو سره برابر کړي، له دې پرته له نړیوالې ټولنې سره تقابل رامنځ ته کېږي او دا تقابل هغه هېواد له ستونزو سره مخ کولای  شي. موږ په  افغانستان کې دا تجربه د سر په سترګو ولیده. طالبانو د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته ارزښت نه ورکاوه او هغه یې له پامه غورځولې. پایله دا شوه چې د هغوی رژیم سره له دې چې دننه په هېواد کې یې نږدې ټوله  خاوره تر پوځي واک لاندې وه، نړیوال رسمیت تر لاسه نه کړ. یوازې درې هېوادونو د ځانګړیو ملحوظاتو تر اغېز لاندې هغوي په رسمیت وپېژندل او هغوی هم  د واک په وروستیو کې بېرته ترې خپل رسمیت واخیست.

هوښیارحکومتونه او همدارنګه ملتونه باید له نړیوالې ټولنې سره له تکر او تقابله ډډه وکړي او کوښښ یې دا وي چې خپلې تګلارې له نړیوالو قوانینو او اصولو سره برابرې کړي. د نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د اروپایي ټولنې اصول لکه لمر روښانه دي: ولسواکي، بشري حقونه ( د ښځو او ماشومانو د حقونو په ګډون)، ګڼ پالنه( کثرت ګرایی)، د  بیان آزادي، اطلاعاتو ته لاسرسی، د ازاد بازار پر اصولو ولاړ اقتصاد او نور.

 اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې په افغانستان کې به له داسې نظام سره خپل مالي او سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوي، چې دغو اصولو ته ژمن وي اوهغه رعایت کړي. له دې امله افغانان باید د نظام د څرنګوالي موضوع بابیزه ونه ګني، منو چې دا زموږ کورنۍ موضوع ده او بهرنیان په کې د لاسوهنې حق نه لري، خو افغانستان د اروپایي هېوادونو په ګډون د نړیوالې ټولنې له مرستو او ملاتړه پرته ورپېښې ستونزې نه شي حل کولای. افغانستان نه شي کولای له نړیوالې ټولنې جلا یو ټاپو وي او له نورو سره اړیکې ونه لري. افغانستان هغه مهال کولای شي جګړه پای ته ورسوي، سوله او ثبات بسیا کړي، اقتصادي پرمختګ وکړي او د خلکو د ژوند سطحه یې لوړه شي، چې د نړیوالې ټولنې فعال غړی وي، له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ملي ګټو پر چورلیز همغږی او هملوری وي.

ن. ش.

 

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.