04 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر د کابل ښار په...

لوړ پوړو امنیتي چارواکو  د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه  / باختر

په اختر کې اوربند او همدارنګه د بندیانو خلاصون د افغانانو تر منځ د سولې خبرو د پيل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر کړی دی. همدارنګه کابل ته د بندیانو د خلاصون په اړه د طالبانو د تخنیکي ډلې راتګ هم د ښه باور فضا د رامنتځ ته کولو لپاره د پام وړ ګام بلل کېدای شي. خو له دغو ټولو مثبتو پرمختیاوو سره سره، دا باید ومنو چې د سولې بهیر مخې ته لا ډېرې ستونزې پرتې دي. اوس دا بهیر خورا حساس پړاو ته ننوتی دی او باید ټول لوري دا حساسیت په پام کې ونیسي.

د باختر آژانس مفسر د سولې اوسني حساس پړاو ته کتنه کړېده او لیکي:

موږ باید دا واقعیت ومنو چې د سولې لاره خورا ستونزمنه ده، له ګڼو ګواښونو سره مخ  ده، خورا اوږده ده، پېچلې ده، ډېرې لوړې ژورې لري. که د سولې پلویان زښت ډېر دي او ټول کوښښ کوي چې په هېواد کې تلپاتې سوله بسیا شي، دغه راز د سولې دښمنان هم زښت ډېر دي او هغوی ټول کوښښ کوي چې دا بهیر ناکام کړي، د سولې پیل شویو کوښښونو مخې ته خنډونه واچوي، هغه سبوتاژ کړي، ټکنی یې کړي، ځنډنی یې کړي.

دا روښانه ده چې هغوی ولې دغه راز چلند کوي. که په افغانستان کې جګړه همداسې دوام مومي، ناامني او بې ثباتې وي، نو بیا د سولې دښمنې کړۍ په اسانۍ کولای شي، چې خپلو موخو ته ورسېږي. دغه راز کړۍ تل کوښښ کوي چې اوبه خړې کړي او کبان ونیسي.

له دې امله باید د اوسني پړاو ټول حساسیتونه په پام کې ونیول شي او د ټولو هغو اقداماتو مخه ونیول شي چې د سولې بهیرټکنی کولی شي. په دې برخه کې د ښکیلو خواوو زغم او  پر ملي ګټو ولاړ دریځ ته اړتیا ده. ټول ښکیل لوري باید هره راټوکېدونکې پرمختیا او هره ناببره پېښه په ډېره سړه سینه وڅېړي، ټول اړخونه یې تحلیل او ارزیابي کړي او بیا یې په اړه دریځ ونیسي. مهمه خبره دا ده چې ټول باید پر سولې خپل باور له لاسه ورنه کړي، ناهیلي نه شي او د سولې پر خلاف د ناوړو تبلیغاتو تر اغېزې لاندې رانه شي.

موږ باید هم په کورني اړخ کې او هم په بهرني اړخ کې د سولې بهیر پر خلاف توطیو او دسیسو ته پام  وکړو. هم په کور دننه د سولې دښمنان شته او هم له هېواده دباندې. ښایي د سولې کورني او بهرنی دښمنان په ګډه د دغه بهیر د سبوتاژ لپاره کاروکړي. له دې  امله غوره دا ده چې د سولې پلوي لوري داسې یو میکانیزم جوړ کړي چې د هغه په رڼا کې د سولې پر خلاف د دسیسو د شنډولو لپاره د همکارۍ شرایط او د معلوماتو د راکړې ورکړې امکانات برابروي. د سولې ټول پلوي لوري باید د سولې بهیر دفاع خپل ملی مسوولیت وبولي.

ن.ش.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.