04 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

ده دانا نجونو لېسه پرانيستل شوه

کابل / د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر د کابل ښار په...

لوړ پوړو امنیتي چارواکو  د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې

لوړ پوړو امنیتي چارواکو د هیواد پر امنیتي وضعیت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې ترسره شوه. د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې، لومړی جمهوررییس غني د کابینې د هغو غړو د کړنو قدرداني وکړه چې د کابینې د غړو په توګه یې دندې پای ته رسېدلي او هغوی ته یې د بریالیتوب هیله وکړه. همداراز جمهوررییس د جمهوري ریاست دویم مرستیال ته دنده وسپارله، چې د قاضي القضات، لوی څارنوال او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر په همکارۍ؛ د اجرائیه، قضائیه او مقننه قواوو د اړیکو د تنظیم پر څرنګوالي تمرکز وکړي او د کابینې غونډې ته یې وړاندې کړي. جمهوررییس غني ټولو وزارتونو، دولتي ادارو او والیانو ته دنده وسپارله چې په اجراآتو کې پر شفافیت او د فساد پر مخنیوي تمرکز وکړي چې د جینوا په راتلونکي کنفرانس کې افغانستان د ژمنو راپور وړاندې کولو لپاره بشپړ تیاری ولري. وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست څخه په هره اونۍ کې د کابینې غونډو د تنظیم په خاطر مننه وشوه او وروسته د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین غونډې ته په تدریجي او مرحله یي ډول د قرنطین کمولوطرحه وړاندې کړه چې د کابینې له لوري تصویب نه شوه. کابینې، عامې روغتیا وزارت موظف کړ چې له اړوندو بنسټونو سره په همکارۍ؛ یاده طرحه په دریو ورځو کې د عنوان، د بیاکتنې مراحلو او د مراحلو په محتویاتو کې د وضاحت او د کابینې د نورو غړو اصلاحي نظریاتو ته په پام تصحیح او همداراز د عمل او عامه پوهاوي پلانونه ترتیب او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي اضطراري کمېټې د فوق العاده غونډې تر تائید وروسته راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي. وروسته د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رییس د کابینې د مخکینۍ غونډې د لارښوونې پر اساس، کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ملي او بین المللي بنسټونو او موسسو د مرستو د منظورۍ په موخه د اندازې (سقف) ټاکلو څرنګوالی غونډې ته وړاندې کړ. کابینې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د بین المللي بنسټونو د مرستو د منظورۍ او استفادې په موخه وړاندیز شوی سقف له مالیې وزارت سره په تفاهم د وزیرانو د منظورۍ صلاحیت تر (۸۰) میلیون افغانیو او د کابینې د منظورۍ صلاحیت له (۸۰) میلیون څخه د زیاتو افغانیو تصویب کړ او وزارتونو او دولتي ادارو ته دنده وسپارل شوه چې د مالي مرستو د لګښتونو څرنګوالي او د جنسي مرستو د تحویلۍ ډول په اړه مالیې وزارت ته راپور ورکړي. وروسته، د بامیانو والي د نورو والیانو په استازیتوب د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې؛ کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ولایتونو د اقداماتو او په دې برخه کې د شته خنډونو، پر وخت د استملاک اسنادو د پړاوونو عملي کولو په برخه کې د ستونزو پر شته والي او په یو شمېر ولایتونو کې د سکتوري وزارتونو د رییسانو د نه استخدام په اړه مفصل معلومات د کابینې غونډې ته وړاندې کړل. کابینې کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د بامیانو او نورو والیانو کړنې وستایلې، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزیر دفتر ته یې دنده وسپارله چې پېښو ته د رسېدو لپاره د بودجې د لېږد په موخه، د ولایتونو او هغه وزارت له لوري په دې برخه کې د بودجې د مصرف راپور کې تناقض د غونډې د یادونې پر اساس له منځه یوسي، چې ولایتونو ته د بودجې د انتقال لپاره اقدامات وشي. همداراز کابینې والیان موظف کړل چې پخپلو ولایتونو کې د استملاکي اسنادو هر اړخیز راپور چې پیسې یې نه دي ورکړل شوي ترتیب او د تصمیم نیولو په موخه د عدلي او قضایي کمېټې په غونډه کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ته واستوي. په همدې ترتیب د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ولایتونو د ستونزو له منځه وړلو لپاره د هغو ولایتي رییسانو د ګمارنې په موخه چې تر اوسه نه دي ګمارل شوي عاجل اقدام وکړي. کابینې د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي اضطراري کمېټه موظفه کړه چې کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له بهرنیو مرستو څخه د اغېزناکې استفادې په موخه د ولایتونو لومړیتوبونه او اړتیاوې په دوو اوونیو کې له هغوی څخه وغواړي او بهرنیو چارو وزارت ته دې وړاندې کړي، همداراز عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې اړتیاوو او د ولایتونو د خطر کچې ته په پام په ولایتونو کې د مرستو د وېش په موخه یو واضح میکانېزم د حکومت د رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي. په پای کې، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په مختلفو ولایتونو کې د دولتي تاسیساتو جوړولو او له هغې ډلې په میدان وردګ، ارزګان، خوست او کندز ولایتونو کې د جوماتونو؛ په ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې د صنعتي او لوژستیکي فعالیتونو؛ په بغلان، فراه، بامیان، پروان، کونړ، کندز او کابل ولایتونو کې د ودانیو او دولتي بنسټونو د اداري کمپلکسونو جوړولو په موخه له ۱۵ مورده دولتي ځمکو څخه د استفادې حق لېږد غوښتنه غونډې ته وړاندې کړه چې تصویب شوه.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.