13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: ٥ وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهورريیس غني د شهید مولوي محمدایاز نیازي جنازې ته درناوی وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

-کابل / د  غبرګولي ۱۴ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د وزیرمحمداکبرخان جامع جومات د امام او خطیب شهید دوکتورمحمدایاز نیازي جنازې ته، چې پرون په یوه تروریستي برید کې شهید شو، درناوی وکړ.
دجمهوررييس دړياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
جمهورريیس په شهید محمد داوودخان روغتون کې د شهید مولوي محمدایاز نیازي اروا ته د دعا پرمهال وویل، نن ټول علمای کرام، اکاډمیکه ټولنه په ځانګړي ډول کابل پوهنتون او د وزیرمحمداکبرخان جومات لمونځ کوونکي چې کلونه د مولوي نیازي شاګردان او مقتدیان وو، غمجن دي او په مشترک غم او ماتم کې قرار لري. 
جمهورريیس شهید دوکتور محمدایاز نیازی د هېواد له روښانه عالمانو او مشهورو مبلغینو څخه وباله او ويې ویل، نوموړی د هغو کسانو په شوم برید کې چې نه د اسلام مبین دین له احکامو خبر دي او نه د ټولنې په عرف او دستور او د افرادو په حقونو پوهېږي، په شهادت ورسېد.
جمهورريیس غني یو ځل بیا د مولوي نیازي کورنۍ او دوستانو او د هيواد اکاډمیکې ټولنې ته تسلیت ووایه او زیاته یې کړه، نن زما اساسي ټینګار پر سوله او په بنیادي توګه د تاوتریخوالي په لېرې کولو دی.
هغه پر طالبانو غږ وکړ چې: اوربند ته چې د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د خلکو د خوښۍ لامل شو، ادامه ورکړي او ځان له افراطي حرکتونو جلا کړئ، ترڅو ژر د سولې مذاکرات پیل شي.
همدارنګه جمهورريیس غني له علمای کرامو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره په یو صف کې کار وکړي. هغه زیاته کړه، شهید استاد محمدایاز نیازي ته ښه درناوی دادی چې سوله او د اسلام د مبین دین او اساسي قانون ارزښتونه عملي شي.
جمهورريیس غني د دې په بیانولو سره چې د اساسي قانون په چوکاټ کې موږ ټول د یو بل په منلو، پیوستون او همزیستي سره پایلې ته رسېږو وویل، د مولوي نیازي د شهادت پېښې د څېړنو امر مې صادر کړی او د دې ناوړه پېښې عاملین د داعش د ډلې او نورو په څېر چې په فجایعو مرتکب شوي وو او ونیول شول، دا به هم ونیول شي او د خپلو شومو اعمالو په سزا به ورسېږي.
ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب د عالمانو په استازیتوب خبرې وکړې او د مولوي محمدایاز نیازي روح ته د دعا ترڅنګ یې د جمهورريیس له غمشریکۍ او علمای کرامو او د ټولنې روحاني قشر ته د هغه د پاملرنې مننه یې وکړه.
پاى- ج

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.