03 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ديرش تنه طالبان  دقندهار له جيل څخه ازاد شول .

ديرش تنه طالبان دقندهار له جيل څخه ازاد شول .

کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر : د طالبانو ډلې ديرش...

دسره رود ولسوالۍ داجراييې مدير ووژل شو .

دسره رود ولسوالۍ داجراييې مدير ووژل شو .

-کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر : دننګرهار ولايت د سره رود...

د پلخمري ښار په ديوالونوکې سوله غوښتونکي عکسونه  نقاشي  شول

د پلخمري ښار په ديوالونوکې سوله غوښتونکي عکسونه نقاشي شول

-کابل / دچنګاښ ١٣مه /باختر : د پلخمري ښار په ديوالونوکې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررییس محمد اشرف غني د المان سفیر ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ۱۴ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني په افغانستان کې د المان سفیر پیتر پروګل ته نن غرمه د مخه ښې کتنه کې د نوموړي د هلو ځلو د تقدیرولو په موخه د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.

د جمهوری ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ د جمهور رییس په فرمان کې راغلي دي: ”په افغانستان کې د دوست هیواد المان فدرالي جمهوریت سفیر ښاغلي پیتر پروګل د خپل ماموریت په موده کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او دوست هیواد المان فدرالي جمهوریت تر منځ د ښو او دوستانه اړیکو په ټینګولو، د دوه اړخیز باور د لا زیاتولو او اړیکو د پراختیا په برخه کې د قدر وړ کړنې ترسره کړې دي.“

په ارګ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې جمهوررییس له اروپایي ټولنې مننه وکړه چې د افغانستان حکومت او خلکو سره یو ځای د سولې، بیان ازادۍ، ښځو حقونو، ډیموکراسۍ، اصلاحاتو او په نورو مهمو ارزښتونو ولاړ دي. دا یوازې خبرې نه، بلکې سیاست او تګلاره ده چې پر اساس یې اروپایي ټولنه افغانستان سره همکاري کوي.

د هیواد جمهوررییس له اروپایي ټولنې مننه وکړه چې د افغانستان د سیمه ییزو همکاریو او انکشاف پالیسۍ او سولې ملاتړ کوي.

جمهوررییس له افغانستان سره د المان سل کلنو تاریخي اړیکو ته په اشارې وویل، په تېرو ۱۹ کلونو کې المان د افغانستان له خلکو سره یو ځای د نویو ارزښتونو، سولې، ابادۍ او نوي افغانستان لپاره مرسته کړې ده.

جمهوررییس د خپلو خبرو په پای کې د المان پر کلیدي رول ټینګار وکړ او د اړیکو په ټینګښت کې یې د المان د سفیر پیتر پروګل هڅې وستایلې.

پیتر پروګل د خپل ماموریت په ترسره کولو خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې ډېر ژر له خپلې کورنۍ سره په داسې حال کې افغانستان ته راستون شي چې سوله تامین شوې وي.

د المان سفیر جمهوررییس ته ډاډ ورکړ چې اروپایي ټولنه او په ځانګړي ډول هیواد به یې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.