13 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

پنحه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول .

-کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر: ٥ وسله وال طالبان په قندهار کې...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

چین د افغان سولې له بهیر او افغانستان اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل / د غبرګولي ١٥مه / باختر
د بهرنیو چارووزارت سرپرست محمد حنیف اتمر کابل کې استوګن د چین د ولسي جمهوریت له سفیر ښاغلي وانګ یو سره کتنه وکړه.
دبهرنيوچارووزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې، اتمر له کورونا ویروس سره دې مبارزې په لار کې د چین هېواد له دوامداره همکارۍ او د عامې روغتیا له وزارت سره د همغږۍ لپاره د هغه هېواد هڅې وستایلې او د دغو همکاریو د ادامې غوښتونکی شو. اتمر د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراختیا په برخه کې د هڅو د ستایلو تر څنګ، د چین هېواد ونډې ته د افغان سولې په هکله د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د رامنځ ته کولو په برخه کې، په ټینګار سره یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان د واحد چین له پالیسۍ څخه  ملاتړ کوي.
د چین سفیر په خپل وار سره د وروستي سیاسي هوکړه لیک د هرکلي تر څنګ، د خپل هېواد په ونډه باندې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۱۳ هوکړه لیک په تصویب کې درلوده ټینګار وکړ.
ښاغلي یو، د نوموړی هوکړه لیک په اړه چې د مارچ د میاستې په لسمه نیټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د افغان مسلحو قواو د ظرفیت د لوړولو په اړه چې په افغانستان کې به له تروریزم سره د مبارزې او امنیت په ټینګښت کې ونډه آخلي، د بین الافغانی مذاکراتو د پیل او د طالبانو د اسلامي امارت د په رسمیت نه پیزندلو په اړه صادره شوې، د خپل هېواد په ملاتړ ټینګار وکړ.
ښاغلي یو له کورونا ویروس سره د مبارزې په لار کې د صحي او خوراکي توکو د مرستې په اړه د خپل هېواد د چمتوالي په اړه اتمر ته ډاډ ورکړ. پاى- ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.