06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د PS752 الوتکې د پیښې د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ورکولو او همغږۍ د نړیوالې ډلې د غړیو تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۲مه/ باختر
د اوکرایني الوتکې د پیښې د قربانیانو کورنیو ته د ځواب ورکولو او همغږۍ د نړیوالې ډلې غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، چې افغانستان، انګلستان، کاناډا، اوکراین او سویډن پکې ګډون لري، د زیانمنو کورنیو ‌په ملاتړ، هغوی ته د تاوان ورکولو او د دغې پېښې د لاملونو د رڼو او بشپړو څېړنو د ترسره کولو په موخه، له ایران اسلامي جمهوري دولت سره د مذاکراتو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ. 
د بهرنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې؛
د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو د هوکړه لیک پر لاسلیک کولو سره، یو وار بیا غوښتنه وکړه چې د دې غمجنې پیښې لاملونه، څې په نتیجه کې  د افغانانو په ګډون ۱۷۶ تنو ژوند له لاسه ورکړ په کره توګه وڅیړل شي او ټینګار یې وکړ چې  متضررو کورنیو ته غرامت ورکړي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.