11 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته امنيتي منسوبان په ننګرهار کې شهيدان شول

اته امنيتي منسوبان په ننګرهار کې شهيدان شول

- جلال اباد / د زمري ٢١مه/ باختر اته امنيتي منسوبان...

دوه ښځې په هرات کې ووژلې شوې

دوه ښځې په هرات کې ووژلې شوې

- هرات / د زمري ٢١مه/ باختر دوه ښځې په هرات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ننګرهار د بېلابېلو اقشارو له استازیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۴ مه / باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د ننګرهار متنفذینو، علماوو، د ښځو، ځوانانو او بېلابېلو اقشارو او اصنافو استازو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د کابینې غړو او د یو شمېر ادارو مسوولینو حضور درلود، په پیل کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د اقتصادي او سوداګرۍ د ودې او بې وزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس د فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر د وفات له امله د هغه کورنۍ، جمهوررئیس غني او ټولو هیوادوالو ته د دننګرهار د ولسونو په استازیتوب تسلیت ووایه.

 میاخېل له فساد سره د مبارزې، د ولس د باور او ملاتړ خپلولو، د امنیت د تامین، د داعش د ځپلو، کرونا سره د مبارزې، د خپلواکۍ سلیزې او ملي بیرغ ورځې د نمانځلو او نورو برخو کې د خپلو کړنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او وې ویل، دغه بهیر باید همداسې دوام وکړي.

نوموړي همدارنګه د جمهوررئیس، د خپلو همکارانو او د ننګرهار ولسونو او بېلابېلو ادارو مسوولینو له ملاتړ څخه مننه وکړه او وې ویل، په ننګرهار کې شته ظرفیتونو څخه باید لا ډېره موثره استفاده وشي.

ورپسې سید مطهرشاه پاچا، حاجي محمداکبر، مسعود صافي، محمد قیوم، سیداغا حلیمزي، اقبال سنګ، ډاکټر اېمل ذکي، حاجي مصطفی رحیمي، حاجي تورملنګ او شیلا بابري د بېلابېلو اقشارو په استازیتوب خبرې وکړې.

یادو ویناوالو د جوماتونو د رسمي کولو، د حج سهمیې او د حج اوقافو ریاست تشکیل د زیاتوالي، د څښاک اوبو، د اوبو د مدیریت، برېښنا، ځنګلونو، کارموندنې، د زر بستریز روغتون د کار چټکولو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د وثیقو پروسې د اسانولو، کابل ـ جلال اباد دویم سرک جوړولو، د باغدارۍ د ترویج، څېړنیز فارم ته د ځمکې ورکولو، سکالرشیپونو، ورزشي کمپلکس، د غصب د مخنیوي، سلطانپور کې د هندوانو او سکانو هیوادوالو د ځمکې د ژمنه شوې چاردېوالي، د درملو او طبي محصولاتو لپاره د صنعتي پارک، صرافانو او تاجرانو ته د وسلو د جواز نه ورکولو، د ګمرکونو، کانونو او فابریکو اړوند ستونزو، د ښځو د حقونو، روغتیا او سولې پروسه کې د دوی د ونډې په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د ارواښاد محمدیوسف غضنفر د وفات له امله د دوی له غمشریکۍ او د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل، د ننګرهار له والي او پیاوړي ولس څخه مننه چې له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې د امنیت په تامین کې همکاري وکړه. هغه له فساد سره د مبارزې او له ولس سره د باوري فضا رامنځته کولوله امله د ننګرهار د والي د هلو ځلو قدرداني وکړه او وې ویل، په ننګرهار کې د اصلاحاتو دوام او ادارې پیاوړتیا حتمي ده.

جمهوررئیس غني د پروسو د اسانولو په موخه د برېښنایي تذکرو پر وېش ټینګار وکړ او وې ویل، د ساساکي له لوري د ننګرهار پراختیایي پلان چمتو شوی او د دوی نږدې ټولې غوښتنې او وړاندیزونه په دې پلان کې شامل دي.

هغه زیاته کړه، د دې پلان توپیر له نورو سره دادی چې عملي دی او د ویډیو کنفرانس له ګډون والو یې وغوښتل چې دغه پلان ولولي او په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک کړي.

جمهوررئیس غني د اوبود چارو د تنظیم ملي ادارې او کلیو پراختیا وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په ننګرهار ولایت کې د اوبو د مدیریت په برخه کې خپل پلانونه د ولسونو په غوښتنو عیار کړي او همدارنګه دې په هغو یو نیم زر جوړېدونکو کوچنیو بندونو کې چې په پام کې دي، د ننګرهار برخه ځانګړې او له ولسونو سره همغږې کړي.

د هیواد جمهوررئیس وویل، جلال اباد ښاروالۍ ته جدي پاملرنه پکار ده او چمتو یم چې په تشکیل کې یې اساسي بدلون راوړم. هغه زیاته کړه، د هیواد ټولې خصوصا هغه ولسوالۍ چې زیات زیانونه یې ګاللي زموږ د توجه په مرکز کې قرار ولري.

جمهوررئیس غني د ننګرهار د نفوس تثبیت جدي ستونزه وبلله او د نفوسو د احوالو ثبتولو ادارې ته یې لارښوونه وکړه چې د تخمین او یا سروې له لارې د ننګرهار نفوس تثبیت کړي. هغه زیاته کړه، د پوهنې او ښوونکو په برخه کې ننګرهار ته لازمه پاملرنه نه ده شوې او د اداري اصلاحاتو او ملکو خدمتونو خپلواکې ادارې ته یې په دې اړه لازمه لارښوونه وکړه.

محمداشرف غني د جمهوري ریاست چارو ادارې ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار ولسونو سره د شویو ژمنو چې لا هم نه دي عملي شوي لېست ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریک کړي. همدارنګه یې د افغانستان برېښنا شرکت ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار خصوصي سکتور ته د پانګونې په برخه کې زمینه او اسانتیاوې برابرې کړي.

جمهوررئیس د وزارتونو او ادارو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ننګرهار د ولسونو د اړوندو ستونزو حل او وړاندیزونو عملي کولو ته توجه وکړي. همدارنګه یې د ننګرهار د ولسونو او بېلابېلو اقشارو استازو څخه وغوښتل چې د ننګرهار پوهنتون د انکشاف او اصلاحاتو په اړه خپله طرحه له جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکه کړي.

جمهوررئیس غني همدارنګه د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته دنده وسپارله چې د سلطانپور د ځمکو د ژمنه شوې احاطې د جوړولو چارې دې پیل شي او همدارنګه یې د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې هندوانو او سکانو هیوادوالو سره د ژمنه شویو کورونو کارونه تعقیب کړي.

د هیواد جمهوررئیس د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ته هدایت وکړ چې هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو د وثیقو پروسه کې د اسانولو په موخه بدلون راشي او هم دې کورنیو چارو وزارت ته د ننګرهار صرافانو او تاجرانو ته د وسلو د جواز ورکولو په اړه لازم هدایت وشي.

جمهوررئیس وویل، په ګمرکونو کې اساسي بدلونونه راتلونکي دي، د لومړي ځل لپاره په ټولو ګمرکونو کې کمرې لګول شي. په تورخم بندر ۱۵ میلیون ډالر پانګونه کېږي. هغه زیاته کړه، له پاکستان سره به د ټرانزیټ په برخه کې شته ستونزې حل او له دې سره به د ننګرهار وضعیت بدل شي. چابهار لاره برابره شوې او په وروستیو دوه میاشتو کې ډېر مالونه له دې لارې راوړل شوي.

محمداشرف غني وویل، کانونو او پټرولیم وزارت په کلیو او ولسوالیو کې واړه کانونه په چوکاټ کې راولي او د هغو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې یې د ولسونو په همکارۍ ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، افغانستان به صنعتي کېږي او ننګرهار به پکې لویه برخه ولري.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.