11 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته امنيتي منسوبان په ننګرهار کې شهيدان شول

اته امنيتي منسوبان په ننګرهار کې شهيدان شول

- جلال اباد / د زمري ٢١مه/ باختر اته امنيتي منسوبان...

دوه ښځې په هرات کې ووژلې شوې

دوه ښځې په هرات کې ووژلې شوې

- هرات / د زمري ٢١مه/ باختر دوه ښځې په هرات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند د موسس مرحوم مولوي محمد نبي د زوی الحاج محمد ولي محمدي د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د غمشریکۍ پیغام

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند د موسس مرحوم مولوي محمد نبي د زوی الحاج محمد ولي محمدي د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د غمشریکۍ پیغام

کابل/ ذ چنګاښ ۱۴ مه / باختر

په ډېرې خواشینۍ خبر شوم چې د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند د موسس او مشر مرحوم مولوي محمد نبي محمدي زوی الحاج محمدولي محمدي په متحده عربي اماراتو کې د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی.

انالله و اناالیه راجعون

ارواښاد الحاج محمدولي محمدي چې په حاجي شېراغا مشهور و، پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال د افغانستان د خلکو برحقه جهاد په کلونو کې له خپل مرحوم پلار (مولوي محمدنبي محمدي) او نورو مجاهدینو سره په جهاد او د مجاهدینو په تجهیز او انسجام کې فعاله برخه لرله، نوموړی خیرخواه، مصلح او حلیم انسان و، مړینه یې د افغانستان لپاره ضایعه ده .

د ارواښاد الحاج محمد ولي محمدي کورنۍ، د افغانستان د اسلامي حرکت ګوند غړو او پلویانو او ټولو هیوادوالو ته د خپلې خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوم، ارواښاد ته د لوی الله له دربار څخه د فردوس جنت او وارثینو ته يې د جميل صبر دعا کوم.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.