11 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د کرونا ویروس د روغ شویوکسانو شمېر۲۶ زروتنوته ورسېد

د کرونا ویروس د روغ شویوکسانو شمېر۲۶ زروتنوته ورسېد

-کابل د زمري ۲۱ باختر د باخترآژانس خبریال د خبرله مخې،...

په سرپل کې وسله والو طالبانویو ټپي ماشوم په ډزو سره وواژه

په سرپل کې وسله والو طالبانویو ټپي ماشوم په ډزو سره وواژه

سرپل د زمري ۲۱ باختر وسله والو طالبانو په سرپل کې...

کرنې وزارت په کونړ کې له نږدې ۳۰۰ بزګرانو سره مرسته وکړه

کرنې وزارت په کونړ کې له نږدې ۳۰۰ بزګرانو سره مرسته وکړه

-اسعد آباد/ د زمري ۲۱مه/باختر کرنې وزات د کونړ په دوو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د غایبانه جنازې لمانځه مراسم په ارګ کې ترسره شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۴ مه/ باختر

د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس د فوق العاده استازي ارواښاد محمد یوسف غضنفر چې د کرونا ناروغۍ له امله وفات شوی، د غایبانه جنازې لمانځه مراسم د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په ګډون په ارګ کې ترسره شول.

د جمهوری ریاست ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغو مراسمو کې چې نن مازدیګر ترسره شول، پر جمهوررئیس سربېره، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال، د کابینې یو شمېر وزیرانو، لوړ پوړو دولتي مقاماتو او د هیواد مشرانو هم حضور درلود.

جمهوررئیس او نورو ګډونوالو د غایبانه جنازې لمانځه ادا کولو ترڅنګ، د ارواښاد محمد یوسف غضنفر روح ته دعا او د لوی الله له دربار څخه مرحوم ته د فردوس جنت غوښتنه وکړه.

د یادولو ده چې د ارواښاد محمد یوسف غضنفر تابوت نن په رسمي ډول د جنازې تر لمانځه وروسته د جمهوري ریاست د عالي مقام دفتر د عمومي رئیس محمد شاکر کارګر، د جمهوري ریاست د ستر سلاکار عبدالمتین بېګ، یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو، د بلخ ولایت والي او ملکي او نظامي مسوولینو، د کورنۍ غړو او د ارواښاد د دوستانو په ګډون د مزار شریف د مبارکې روضې په انګړ کې خاورو ته وسپارل شو.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.