09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمد اشرف غني له بهر مېشتو مسلکي افغانانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل/ د چنګاښ ۱۵ مه/ باختر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازيګر په بهر کې له مېشتو افغانانو سره چې په بېلابېلو مسلکونو کې تخصص او تجربې لري، د افغانستان د اقتصادي او اجتماعي وضعیت او راتلونکي ودې په اړه، د ویډیو کنفرانس له لارې هر اړخیز بحث وکړ. د جمهوري رياست ويندوي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د یاد ویډیو کنفرانس له لارې بهرمېشتو مسلکي افغانانو هم په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه او نظریات د هیواد له جمهوررئیس سره شریک کړل او زیاته یې کړه، دوی حاضر دي چې خپل مسلکي مهارتونه او تجربې د افغانستان د راتلونکي ودې په موخه له افغان حکومت سره شریکې کړي. جمهوررئیس غني له هیواد سره د دوی له مینې او ژمنتیا څخه په مننې وویل، د اړتیا پرمهال به د دوی هر یوه لع ذعلمي تخصص او تجربو څخه موثره استفاده وشي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.