05 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

د ملي امنیت سلاکار د ناروې له سفیر سره د مخه ښې ناسته وکړه

کابل/ د زمري ۱۵ مه / باختر د افغانستان د اسلامي...

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

طالبانو په تخار کې يو سيمه ييز سندر غاړى وواژه

کابل / د زمري ١٥مه / باختر وسله والو طالبانو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ماته ګوډه ولسواکي پیاوړتیا غواړي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
افغانستان نن د یوې ماتې ګوډې ولسواکۍ خاوند دی، یو بنسټ ایښودل شوی دی، خو دا بنسټ او دا ماته ګوډه ولسواکي پیاوړتیا غواړي او پياوړتیا یې کار ته اړتیا لري، کلکې ژمنتیا ته اړتیا لري او سیاسي اجماع ته اړتیا لري.
د باختر آژانس مفسردا موضوع څېړلې ده او لیکي:
څوک دا واقعیت نه شي ردولی چې افغانانو په شاهي نظام کې ولسواکي تجربه کړه او اوس زموږ په تاریخ کې یوه لسیزه د ولسواکۍ لسیزه یادېږي.
هغه خورا ښه او پیاوړې تجربه وه، د رښتینې او تلپاتې ولسواکۍ پر لور یو ښه تمرین و؛ خو له بده مرغه هغه مهال ولسواکۍ ډېر دوام ونه موند.
که هغه مهال د افغانستان سیاسي فرهنګ ورو ورو وده او پر مختګ کړی وای او انقلابي ګامونه پرې تپل شوي نه وای، نو له شک پرته موږ به د ولسواکۍ پر اصولو او ارزښتونو ولاړ یو غښتلی سیاسي نظام درلودای او هم به مو اقتصاد ښه غوړېدلای وای او خلکو به مو سوکاله او نېکمرغه ژوند کولای.
سیاسي او پوځي بدلونونو هغه تجربه په اوبو لاهو کړه او افغانستان د اوږدو کلونو لپاره له ولسواکۍ سره مخه ښه وکړه.
نولس کاله وړاندې د نړیوالې ټولنې په مرسته افغانستان یوځل بیا د ولسواکۍ پر لور یون پيل کړ.
د خلکو استازیو په لویه جرګه کې اساسي قانون تصویب کړ. دغه قانون د ولسواکۍ پر اصولو او ارزښتونو ولاړ دی او په هغه کې ښه په زغرده راغلي دي چې په افغانستان کې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري. د قانون له مخې، د خلکو خوښه او اراده د افغانستان د واک او قدرت د برخلیک په ټاکلو کې اصلي نقش لري.
د اساسي قانون له مخې څو ځله د جمهوري ریاست او ملی شورا انتخابات ترسره شول، د ولایتی شورا ګانو انتخابات هم تر سره شول، خو د ولسوالیو شوراګانو انتخابات لا نه دي تر سره شوي.
که موږ دا ټولې خبرې سره راټولې کړو، نو دې پایلې ته رسېږو چې په هېواد کې د ولسواکۍ بنسټ ايښودل شوی دی، موږ نن یوه ماته ګوډه ولسواکي لرو، د خلکو خوښه او اراده تر ډېره د پرمختیاوو برخلیک ټاکي. اوس پوښتنه دا ده چې له دې ماتې ګوډې ولسواکۍ سره باید څه وکړو؟ آیا د تېر په څېر بیا ورسره مخه ښه وکړو؟ او که نه همدا ماته ګوډه ولسواکي غښتلې او پياوړې کړو؟  ځواب روښانه دی: موږ باید دا ماته ګوډه ولسواکي پياوړې او غښتلې کړو. منو چې د جګړې په شرایطو کې د ولسواکۍ پیاوړي کول اسانه کار نه دی، خو موږ باید دا هم ومنو که موږ دا ماته ګوډه ولسواکي پیاوړې نه کړو او دغه کمزوری بنسټ بېرته ونړوو، نو بیا به د واک پر سر له خونړیو جګړو کله هم خلاصون ونه مومو. د ولسواکۍ پیاوړي کول باید خپل ملی مسوولیت وبولو او په دې لاره کې خپل کوښښونه ونه سپموو.
ن.ش.

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.