09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه، د سیمې هېوادونو د استازیو مشورتي ناسته جوړېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۶ مه/ باختر
د افغانستان په نوښت، د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه، د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا تر سرلیک لاندې، د سیمې هېوادونو د استازیو مشورتي ناسته جوړېږي.
د جمهوررييس ويندوی صدیق صدیقي، چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یې په یوخبري کنفرانس کې خبرې کولې، زیاته کړه: دغه ناسته نن د سیمې د کابو ۲۰ هېوادونو، د افغانستان د ستراتېژیکو شریکانو او ملګرو ملتونو د استازیو په ګډون؛ د ویډیو کنفرانس له لارې جوړېږي.
یاده ناسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس، محمد اشرف غني پرانېزي. او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست په مشرۍ، دوام پیدا کوي.
د جمهور رییس ویاند په دې خبري کنفرانس کې د سولې په اړه وویل، سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او د هغې په اړه اجماع هم شتون لري؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د سولې د قېمت په اړه کلي اجماع نه ده رامنځته شوې.
هغه وویل په دې برخه کې دې وضاحت ورکړل شي، چې هر ډول سوله چې راځي، د افغانستان خلک یې باید په اړه معلومات ولري.
صدیقي د بندیانو د خوشې کېدو په اړه وویل، د افغانستان اساسي قانون د عفوې په برخه کې د افغانستان د جمهور رییس صلاحیت مشخص او واضح کړی او جمهور رییس د قانون له نظره په دې برخه کې پراخ صلاحیتونه لري، خو زیاته یې کړه، چې د جزا قانون  په دې برخه کې یو شمېر محدودوونکي  احکام لري.
هغه زیاته کړه: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانانو د ساتنې لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي او د افغانستان د حکومت لپاره ډېره مهمه ده، پوه شي چې څومره زړه ور امنیتي او دفاعي ځواکونه، له طالبانو سره بندیان دي، ځای يې چېرته دی او څه وخت به خوشې شي؟
د جمهور رییس ویاند ټینګار وکړ: د افغانستان حکومت به طالب بندیان تر هغه وخته خوشې نه کړي؛ چې د هېواد ټول امنیتي او دفاعي ځواکونه، نه وي خوشې شوي.
صدیقي د بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو د ځایونو په اړه وویل: په ډېر احتمال سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لومړی ځای به قطر وي، خو نور هېوادونه لکه اندونیزیا، جرمني، ازبکستان، چین او روسیه هم له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
هغه وویل: د مذاکراتو طریقه به په داسې ډول وي، چې مذاکرات په یوه هېواد کې نه، بلکې د بېلابېلو پړاوونو په ترڅ کې په څو هېوادونو کې تر سره کېږي او د حکومت هڅه داده، چې ګاونډیان سره نېږدې کړي او د بحثونو پر مهال نړیواله ټولنه له ځان سره ولري.
د جمهور رییس ویاند وویل، سوله سترې اجماع ته اړتیا لري، چې دغه اجماع رامنځته شوې او د افغانستان حکومت د سولې لپاره، یوه پروسه رامنځته کړې او نړیوالې ټولنې هم له دې پروسې څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړی دی.
صدیقي وویل، هڅې روانې دي چې  خپلو ګاونډیو ته ډاډ ورکړو، چې د هغوی لپاره هېڅ ډول ګواښ شتون نه لري او د افغانستان خلک په هېواد کې د باعزته سولې د ټینګښت غوښتونکي دي.
همداراز د جمهور رییس ویاند د کابینې د نننیو موضوعاتو د پرېکړو په اړه وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس د کابینې ناستې په پیل کې یو ځل بیا د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب باندې، د مرحوم محمد یوسف غضنفر د مړینې په اړه، خپله ژوره خواشیني او د غمشریکۍ مراتب په ډاګه کړل. 
صدیقي وویل، د مرحوم محمد یوسف غضنفر له کورنۍ سره په تفاهم باندې، ټاکل شوې ده، چې په راتلونکې اوونۍ کې د جمهوري ریاست په ارګ کې د فاتحې مراسم ترسره شي.
د جمهور رییس ویاند وویل: د ښځو چارو وزارت د وړاندیز پر بنسټ، حکومت پرېکړه کړې چې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې یوه یوه ښځه د والي  مرستیاله وټاکل شي او کابینې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د یاد شویو بستونو په اړه اقدام وکړي.
دغه راز کابینې پرېکړه کړې، چې  د هرات، قندهار، مزارشریف، خوست او ننګرهار لویو ښارونو د انکشافي چوکاټ په برخه کې اړین چمتووالی ونیول شي.
همدارنګه د کابینې په نننۍ ناسته کې پرېکړه وشوه، چې په  درېو اوونیو کې د کابینې دغړو، والیانو، د ملي شورا غړو او لوړپوړو مامورینو په ګډون؛ د ټولو لوړپوړو دولتي کارکوونکو شتمنۍ ثبت شي.
###

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.