09 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا مشورتي غونډه پرانیسته

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل/ د چنګاښ ۱۶ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغانستان دولت په نوښت د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» تر سرلیک لاندې د سیمې هیوادونو استازو سره مشورتي غونډه په خپلې وینا پرانیسته.
د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې د شلو هیوادونو، د افغانستان د ستراتېژیکو شریکانو او ملګرو ملتونو سازمان د استازو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه، لومړی جمهوررئیس د کرونا ویروس له امله پررامنځته شویو تلفاتو او اقتصادي خنډونو اندېښنه وښوده او کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې یې له افغانستان سره د بین المللي ټولنې غړو هیوادونو د مرستو ستاینه وکړه.
جمهوررئیس د سیمې هیوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، ترکمنستان، اذربایجان، قزاقستان، هند، ایران او ترکیې څخه چې خپل بندرونه یې د افغانستان د سوداګریزو مالونو د ترانزیټ لپاره پرانیستي وو، مننه وکړه.
همداراز له پاکستان څخه یې د افغانستان د سوداګریزو محصولاتو او مالونو د لېږد لپاره د خپلو بازارونو او دروازو د پرانیستو له امله هم مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، دغه ډول همکارۍ د دې لامل شوي چې افغانستان د لومړنیو توکو د کمي له ستونزې سره مخ نه شي او دغه هڅې د سیمه ییزو همکاریو ښه بېلګه ده.
جمهوررئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسو د سولې، ثبات، پرمختګ او د افغانستان د هوساینې په برخه کې زموږ شریکان یاست. افغانستان د سیمې له هیوادونو سره لرغونې او تاریخي اړیکې لري او زموږ ګډې ګټې دا دي چې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړو.
محمد اشرف غني څرګنده کړه چې موږ ټول له ترورېزم، سیمه ییزو جرمي شبکو او افراطپالنې سره مخ یوو. امنیت، ثبات او ګټې موږ له یو بل سره نښلوي. عقلاني درک هم همدا دی چې د یو بل ترڅنګ ودرېږو او افغانستان د سیمه ییزو همکاریو د څلورلارې په توګه کولی شي د سیمې د ثبات او هوساینې لپاره ښه رول ولوبوي.
جمهوررئیس له امریکا متحدو ایالتونو څخه د افغانستان د ثابت قدمه شریک په توګه په مننې وویل، دغه هیواد له افغانستان سره یو ځای د سولې پروسه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې کړې دي.
جمهوررئیس وویل: زموږ لیدلوری دا دی چې افغانستان د سیمې د ارامۍ او ثبات او د انکشاف او ودې څلورلارې ده.
د هیواد جمهوررئیس د سولې په اړه وویل: د سولې پروسې موخه دا ده چې خپلواک، ډیموکراتیک او په سوله کې له خپلو، سیمې او نړۍ سره متحد افغانستان د پخوانیو ارزښتونو په ځانګړي ډول د ښځو او ځوانانو د حقونو ساتونکی وي.
هغه زیاته کړه، موږ د سیاسي ژمنتیا ظرفیت لرو چې جګړه پای ته ورسوو او طالبانو ته یوه سیاسي حللاره وړاندې کړو چې تاوتریخوالی بس کړي.
جمهوررئیس غني وویل، د جګړې د پایته رسولو لپاره نړیواله اجماع شته او له سیمه ییزې قوي اجماع د سیمې هیوادونو او ګاونډیو ملاتړ به له افغانستان سره مرسته وکړي چې د سولې موخو ته ورسېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ سوله به د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت لامل شي او د سولې ګټونکی به د افغانستان او سیمې خلک وي. په افغانستان کې له ولسواک نظام د سیمې ملاتړ به سیمه ییزې همکارۍ غښتلې کړي او زموږ خلکو ته به فرصت ورکړي چې د هیواد له منابعو څخه نه یوازې د افغانستان د اقتصادي ودې، بلکې د سیمې لپاره هم استفاده وکړي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، که په افغانستان کې سوله تامین شي، د سیمې هیوادونه به دوه سلنه اقتصادي وده ولري. هغه زیاته کړه، سیمه ییزه او نړیواله اجماع به له موږ سره مرسته وکړي چې د سولې هوکړه لیک چوکاټ جوړ شي او د سولې لپاره د عمل پلان مطلوبې پایلې ته ورسېږي.
جمهوررئیس د سولې پر وړاندې ګواښونو او خطرونو ته په اشارې وویل، که طالبان جګړې ته دوام ورکړي د افغانستان د سولې پروسه به له جدي خنډونو سره مخ شي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، په خواشینۍ چې د اوسني تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله لوړه ده. د ملګرو ملتونو وروستي راپورونه ښیي چې طالبانو لا تر اوسه هم پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له تروریستي شبکو سره اړیکه لري.
جمهوررئیس د افغانستان حکومت د ژمنو یادونه وکړه وې ویل، په تېرو پنځو کلونو کې مو سوله په ملي بحث بدله کړې او د شرطونو له ایښودو پرته مو د مذاکراتو د پیل وړاندیز وکړ.
هغه زیاته کړه، د اوربند وړاندیز او ټولشموله مذاکره کوونکی پلاوی مو جوړ کړ او همداراز د ملي مصالحې عالي شورا مو جوړه کړه او په دې برخه کې قوي ملي اجماع جوړه شوه.
جمهوررئیس د بندیانو د تبادلې په اړه وویل، په دې برخه کې مو لوی ګامونه پورته کړي چې طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، زموږ اسیران خوشې کړي او د مخامخ مذاکراتو پیل سره ژمنه وکړي. همداراز بشردوستانه اوربند ومني چې زموږ لپاره له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ښه شرایط برابر شي، خو په ډېرې خواشینۍ پر افغانانو تاوتریخوالی زیات شوی دی.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د طالبانو دغه اقدامات ملي اجماع ته زیان اړوي او دا په داسې حال کې ده چې موږ سولې ته ژمن یوو.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.