06 August 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د جمهوررئیس محمد اشرفی غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)


کابل / د چنګاښ ۱۶مه / باختر
د کابینې غونډه د افغانستان داسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ دکابینې د غړو او والیانو په ګډون د ویډیو کنفرانس له لارې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه.
د جمهوری ریاست ویندوی دفتر معلوماتو له مخې؛ لومړی جمهوررئیس، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د کابینې غړو د اقتصادي، سوداګرۍ د ودې او د بېوزلۍ کمولو په چارو کې د جمهوررئیس د فوق العاده استازي د وفات له امله خپل د تسلیت او غمشریکۍ مراتب د افغانستان دولت اوخلکو په استازیتوب د ارواښاد کورنۍ ته وړاندې کړل.
همداراز څرګنده شوه چې د ارواښاد محمد یوسف غضنفر د فاتحې مراسم به د ارواښاد له کورنۍ سره په مشوره راتلونکې اوونۍ په ارګ کې ترسره شي.
کابینې د هیواد د هر ولایت د معاونیت په بست کې د ښځو د ګومارلو په اړه د ښځو چارو وزارت وړاندیز تایید کړ.
وروسته د هرات، مزار شریف، قندهار، خوست او جلال اباد ښارونو د چوکاټي پلانونو د ترتیب او بشپړولو او د هغو د لا بډاینې  لپاره له هیوادوالو سره د یاد پلان د شریکولو لپاره د والیانو او اړوندو بنسټونو د ګومارلو په تړاو معلومات وړاندې کړل.
همداراز د کابینې غونډې پرېکړه وکړه چې په راتلونکو دریو اونیو کې دې د کابینې د غړو، والیانو او د ملي شورا د غړو شتمنۍ ثبت شي او د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ته لارښوونه وشوه چې اړوندې ادارې دې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پر ستراتېژۍ د بیاکتنې او د هیواد د اوسنیو اړتیاوو پر اساس د هغې د لومړیتوبونو او شاخصونو د ټاکلو لپاره اقدام وکړي.
په همدې ترتیب غونډې د کابینې د ۱۳۹۹ کال  (۱ تر ۵) د مصوباتو د دندو د تحقق څرنګوالي راپور وړاندې کولو او د ارتباطي مسوول د معرفي کولو، د مصوباتو د اجرائیوي وخت پر اساس د راپور وړاندې کولو او د تصمیم نیولو لپاره د هغو د عملي کولو پر وړاندې د خنډونو او ستونزو وړاندې کولو په برخو کې د وزارتونو او دولتي ادارو د توظیف لپاره د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست مننه وکړه.
کابینې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو اداره، د کابینې د مصوباتو د تحقق راپور خپرولو او د حکومت له کاري تګلارو سره د محصلینو د اشنا کولو او په څېړنو کې له هغې ډېټا څخه د استفادې لپاره د هیواد له پوهنتونونو سره د هغه د شریکولو لپاره وګومارله.
همداراز کابینې د نورستان والي د وړاندیزونو پر اساس په یو شمېر ولایتونو کې معلولینو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو وارثینو ته د ځمکو پر ځای د بلاکونو د وېش ، د ځمکو د استملاک مرحلو بهیر د چټکتیا او له سیمه ییزو کان کیندونکو سره د نه ذخیره کېدونکو کوچنیو کانونو د قرارداد د جامع تقنیني سند ترتیبولو په تړاو د لازمو تدابیرو په موخه اړوند بنسټونه وګومارل.#

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.